د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د طالبانو په بریدونو کې ۱۴ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي
افغان چارواکو ویلي دي چې په کندز او فاریاب کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د کندز د ولایتي شورا د غړي امر الدین ولي په خبره په دوی کې اته تنه پولیس وو چې د طالبانو له خوا د دوی پر پوستي د برید په نتیجه کې وژل شوي دي. په یوه بله پيښه کې طالبانو د فاریاب ولایت د مرکز میمنې په اطرافو کې د برید په پایله کې د ملي اردو شپږ تنه سرتیري وژلي او یو شمیر نور ټپيان شوي دي.
د قطر غونډې ځنډیدل او له طالبانو سره د مذاکره کونکي پلاوي انتخاب
د هغې اعلامیي په اساس چې د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ له خوا خپره شوې، ټاکل شوې ده چې له طالبانو سره د سولې په هکله بین الافغاني خبرې اترې به د اپریل میاشتې له ۱۹ څخه تر ۲۱ نیټې پورې د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي. دا پریکړه د چهارشنبې په ورځ د مصالحې د عالي شورا له استازو سره د ولسمشر محمد اشرف غني د لیدنې کتنې په ترڅ شوې ده.
اوازې دي چې د سوډان ولسمشر استعفا کړې ده
په سوډان کې د پوځ د عمومي مرکز تر څو ورځنۍ محاصرې وروسته په دغه هیواد کې وضعیت لا پسې خراب شوی دی. په پلازمېنه خرطوم کې د دفاع وزارت په شاوخوا، عمومي سړکونو او پلونو کې پوځ او امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. داسې اوازې دي چې ولسمشر عمر البشير استعفاء کړې ده. پوځ بی له دې چې جزئیات ورکړي یوه بیانیه خپره کړې ده. د حکومت په لسګونو زرو مخالفينو په خرطوم کې د پوځي مرکز محاصره جاري ساتلې ده.
په هند کې پارلماني ټاکنې پيل شوي دي
نن د پنجشنبې په ورځ په هند کې د پارلماني ټاکنو له پاره د رایې ورکوونې بهیر پیل شو. ټاکل شوې ده چې دغه انتخابات به د مې میاشتې تر ۱۹ نیټې پورې دوام وکړي. تمه کیږي چې د دې هیواد په ۲۰ ایالتونو کې ۹۰۰ میلیونه وګړي خپلې رایې وکاروي. اوسنی لومړی وزیر نریندر مودي هیله من دی چې دویم ځل به هم په ټاکنو کې بریالی شي. خو د هغه په مقابل کې د کانګرس د ګوند مشر او د ګاندي د کورنۍ یو غړی راهول ګاندي قرار لري.
د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکی په لندن کې نیول شوی
د لندن پولیسو ویلي دي چې د ویکي لیکس افشاګرې انترنټ پاڼې بنسټ ایښودونکی جولیان اسانج نیول شوی دی.اسانج وروسته تر هغې ونیول شو چې اکوادور هیواد د هغه دیپلوماتیکه پناهندګۍ لغوه کړه. دغه استرالیایي تبع له ۲۰۱۲م کال راهیسې په لندن کې د اکوادور هیواد په سفارت کې وو. دا کار د دې سبب شوی وو چې په سویډن کې پر ده د جنسي تیري د لګول شویو تورونو په اړه د تحقیقاتو د دوام مخه ونيسي.
مایک پنس: د امنیت شورا دې ګوایدو د ولسمشر په توګه په رسمیت وپيژني
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي دي چې د ونزويلا د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدو دې د دغه هیواد د ولسمشر په توګه په رسمیت وپیژني. پنس اعلان وکړ چې امریکا به د یوه اغیزمن پریکړه لیک مسوده وړاندې کړي. مایک پنس په دغه غونډه کې وویل: د دې وخت را رسیدلی دی چې ملګري ملتونه ګوایدو د وینزویلا د قانوني ولسمشر په توګه په رسمیت ؤ پیژني: