1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د هالند په اوتریخت ښار په ډزو کې څو تنه ټپیان شوي

۱۳۹۷ اسفند ۲۷, دوشنبه

د هالند چارواکي وایي چې په اوتریخت کې په یوه اورګاډي کې د ډزو له کبله څو کسان ټپيان شوي دي. پولیس اوس په شکمن برید کوونکي پسې ګرځي او د هالند په دې ښار کې یې د ترهګرۍ ګواښ وروستي حد ته پورته کړی دی.

https://p.dw.com/p/3FFLZ
Verletzte nach Schießerei in Utrecht
انځور: picture-alliance/ANP/R. van Lonkhuijsen

یوه وسله وال د دوشنبې په ورځ په اوتریخت ښار کې په اروګاډي کې پر سپرو کسانو باندې ډزې وکړې او څو تنه یې ټپیان کړل. پولیسو ویلي دي چې اوس د برید کوونکي د موندلو په لټه کې دي او پیښه د یوه احتمالي ترهګر برید په توګه څیړي.

د اوتریخت پولیسو پر خپله تویتر ټولنیزه پاڼه باندې لیکلي دي: «څو تنه ټپیان شوي دي.»

پر تویتر په لیکل شوي پیغام کې زیاته شوې ده: «دا په اورګاډي کې د ډزو یوه پیښه ده. سیمې ته د روغتیايي مرستو څو الوتکې استول شوي دي چې مرسته وکړي.»

د هالند د ترهګري ضد خدمتونو ادارې مشر پیتر جاپ البیرسبیرګ، پر خپله تویتر ټولنیزه پاڼه لیکلي دي چې په اوتریخت ښار کې د ترهګرۍ ګواښ خپل لوړې کچې ته چې پنځه دی، پورته شوی ځکه اوس هم شکمن برید کوونکی نه دی نیول شوی.

د هالند لومړي وزیر مارک روته، ویلي دي چې د پیښې له کبله ډیر خواشینی دی او یوه اضطراري غونډه یې رابللې ده. ښوونځیو ته هم ویل شوي دي چې خپلې دروازې وتړي.

پولیسو بیا د هوايي ډګرونو په ګډون په کلیدي ودانیو کې امنیتي تدابیر ډیر کړي دي. د اوتریخت د ښار شورا د دې سیمې اوسیدونکو ته ویلي دي چې په خپلو کورونو کې پاته شي.

په ګاونډي هیواد آلمان کې هم پولیسو له هالنډ څخه رسیدونکي اورګاډي لټول او د دواړو هیوادونو پر پوله پر پرتو لویو لارو باندې یې پولیس په دنده ګومارلي ول.

د پولیسو یوه ویاند د آلمان خبري آژانس ته وویل: «موږ تر هغه وروسته خپل پلټونکي اقدامات پراخ کړل چې موږ ته [د برید په اړه] اطلاع راکړل شوه.»

پیښه پر ځايي وخت د سهار پر ۱۰ بجو او ۴۵ دقيقو د اوتريخت ښار په «اکتوبرپلین ۲۴» تمځای کې رامنځ ته شوه. تر پیښې وروسته په وسلو سمبال امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل. د بیړنیو خدمتونو کارکوونکو سیمې ته رسیدونکي لارې وتړلې او له خلکو یې وغوښتل چې سیمه پریږدي.

پولیسو لا تر اوسه پورې دا خبره چې په برید کې دې تر یوه ډیر کسان ښکیل وي، نه ده رد کړې. شاهدانو ویلي دي چې له سیمې څخه یې یو کس په موټر کې د تیښتې په حال کې لیدلی دی.

ms/sr (AP, AFP)