1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

د هرات زلزله: مرستندویه سازمانونو د مرستو غوښتنه کړې

۱۴۰۲ مهر ۱۷, دوشنبه

مرستندویه سازمانونو پر نړیوالې ټولنې باندې غږ کړی دی چې د افغانستان په هرات ولایت کې د زلزلې له کبله زیانمنو شويو کسانو ته د رسیدګي په چارو کې د دغو سازمانونو ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/4XJJw
Afghanistan | Erdbeben in Herat
انځور: courtesy of TOLOnews

په هرات کې د شنبې په ورځ تر سختې زلزلې وروسته، مرستندویه سازمانونو نړیوالې ټولنې ته درخواست کړی دی چې له هغوی سره همکاري وکړي ترڅو زیانمنو کسانو ته مرستې ورسیږي. د طالبانو په حواله په دغه زلزله کې چې د ریشتر په مقیاس یې شدت ۶،۳ درچې وو، تر ۲۰۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي.

د «کییر یو اس اې» په نوم نړیوال سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې تر زلزلې مخکې یې لا مرستو ته اړتیا لرله. د دې سازمان په اعلامیه کې راغلي دي: «د مرستو اوسنی بشري پلان چې هدف یې د ۲۳،۷ میلیونو خلکو ملاتړ دی، یوازې ۳۳،۹ سلنه مالي ملاتړ ترلاسه کړی دی. دا په داسې حال کې دی چې [د خلکو] اړتیاوې په سرعت سره د زیاتیدو په حال کې دي.»

دې سازمان زیاته کړې ده چې د ژمي رسیدل او رامنځ ته شوې زلزله به موجود ننګونې لا پسې زیاتې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا OCHA ویلي دي چې همکاران یې د مرستو رسولو  هڅې ډیرې کړي دي. دې ادارې ویلي دي چې د بیړنیو مرستو له پاره پنځه میلیونه ډالر چمتو شوي دی. د دې ادارې په حواله نورې مرستې به د دونرانو په ژمنو پوره کولو پورې تړلې وي.

پاکستان، ایران، او چین د هغو هیوادونو په ډله کې دي چې افغانستان ته یې د خوراکي توکو، کمپلو او درملو د استولو ژمنې کړې دي.