1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د هسپانیا حکومت: ځوانان دې تل کانډومونه له ځانه سره لري

۱۳۹۸ خرداد ۲۵, شنبه

د هسپانیا حکومت د یوه کمپاین له لارې غواړي ځوانان وهڅوي څو تل له ځانونو سره کانډوم ولري. د حکومت د یوه بیان په حواله د دې کار موخه د جنسي اړیکو له لارې د مخ پر زیاتیدونکي ډول ناروغیو مخنیوی ده.

https://p.dw.com/p/3KWhX
Bunte Kondome
انځور: Imago/Mint Images

د هسپانیې حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړي چې د جنسي اړیکو له لارې د ناروغتیو د انتقال مخ په ډیریدونکي بهیر ته په کتو سره غواړي داسې یو کمپاین په لاره واچوي چې په ترڅ کې به یې ځوانان د دغو ناروغیو په اړه معلومات ترلاسه کړي او وبه هڅول شي چې له ځان سره کاندون ولیږدوي.

تر دې یوه اونۍ وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی وو چې په ټوله نړۍ کې د جنسي اړیکو له لارې د ناروغیو د انتقال د مخنیوي له پاره اقداماتو ته ډیره اړتیا لیدل کیږي. د یاد نړیوال سازمان په حواله د ځوانانو په منځ کې د ځیرک تلیفونونو د اپلیکشنونو پرمټ ملګرتیاوې او بیا وروسته جنسي اړیکې د دغه وضعیت یو اصلي لامل دی.

د هسپانیا د حکومت په دغه بیان کې راغلي چې د روان میلادي کال د جون میاشتې له ۱۷مې نیټې وروسته به پر ټولنیزو رسنیو د ویډیويي پیغامونو او اعلانونو له لارې یو کمپاین پیل شي. د هسپانیې حکومت ویلي چې د موسیقۍ اپلیکشنونه به هم د دغه کمپاین برخه وي. د حکومت په بیان کې راغلي چې غواړي د ۱۴ او ۲۹ کلونو ترمنځ ځوانان د دغه کمپاین په ترڅ کې په نخښه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هسپانیې د روغتیا وزارت غواړي چې د دغو کمپاینونو له لارې د ځوانانو ترمنځ عامه پوهاوی زیات کړي او ځوانان دې ته وهڅوي چې د جنسي اړیکو پرمهال خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړي. په عین حال کې زیاته شوې چې د دغو کمپاینونو له لارې به د «ایچ آی وي» په څیر د جنسي اړیکو له لارې د انتقالیدونکو ویرسونو په هکله هم د ځوانانو ترمنځ عامه پوهاوی ډیره شي. د هسپانیې د روغتیا وزرات همدا راز د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې «چې ټول خلک په ځانګړې توګه ځوانان باید تل له ځانه سره کانډوم ولري او دا چې د جنسي اړیکو پر مهال دې له هغوی څخه کار واخلي.»

د هسپانیا د عامې روغتیا وزیرې ماریا لویزا کار کیډو، له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې «د ۱۵ نه تر ۱۸ کلونو پورې د عمر لرونکو ځوانانو په منځ کې د تیرو څو کلونو په ترڅ کې د کانډوم کارونې بهیر پڅ شوی دی». نوموړې په خپلو څرګندونو کې د «ایچ آی وي» په څیر د جنسي اړیکو له لارې د انتقالیدونکو وایرسونو د پیښو په شمیر کې د زیاتوالي لامل د کانډومونو نه کارول بللي دي. د هسپانیې د روغتیا وزیرې ویلي چې د حکومت د دغه کمپاین له لارې به ځوانانو ته وویل شي چې د جنسي اړیکو له لارې انتقالیدونکي ناروغۍ څومره ستر خطر دی.

(kh/ms (afp, reuters