1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو سره د احتمالي بندي امریکايي د آزادولو غوښتنه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۷, جمعه

د یوه امریکايي سړي مدافع وکیلانو چې ګمان کیږي د طالبانو په بند کې دی، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له څېړونکي په قضیه کې د دخالت او تحقیق غوښتنه کړې. راین کوربیت نژدې ۲ کاله مخکې نيول شوی وو.

https://p.dw.com/p/4fD9z
د آرشیف انځور (سپتمبر ۱۵، ۲۰۲۱) - طالب جنګیالي د کابل په پلچرخي زندان کې
د آرشیف انځور (سپتمبر ۱۵، ۲۰۲۱) - طالب جنګیالي د کابل په پلچرخي زندان کېانځور: STRINGER/REUTERS

د راین کوربیت مدافع وکیلان وايي چې د کاربیت نیونه ظالمانه او غېرانساني ده.

راین کوربيت د افغانستان د مخکني حکومت د پرځېدو پر مهال له خپلې کورنۍ سره په افغانستان کې ژوند کاوه چې د ۲۰۲۲م کال د اګست په ۱۰مه افغانستان ته د بېرته ستنېدو پر مهال برمته شو.

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، هغه افغانستان ته پر یوې ۱۲ میاشتنې ویزې تللی وو. د کوربیت د سفر موخه د افغانستان د خصوصي سکتور د ودې په برخه کې د مشورې او پورونو د خدماتو له لارې کارمندانو ته روزنه او تادیه ښودل شوې ده.

رپوټ زیاتوي چې دغه امریکايي وګړی له هماغه وخت راهیسې د نورو ګڼو بندیانو په منځ کې ساتل شوی او مدافع وکيلان ېې وايي چې کوربیت له تېر دسمبر راهیسې هيڅ چا نه دی ليدلی او نه هم هغو بندیانو چې ده سره ېو ځای په زندان کې ول.

د راین کوربیت مدافع وکیلانو په هغه عریضه کې چې د پنجشنبې په ورځ ېې وړاندې کړې، ادعا کړې چې کوربیت سره فزيکي تاوتریخوالی شوی، شکنجه شوی او د خوارځواکۍ ښکار شوی دی . زياته شوې چې نوموړی له روغتيايي مراقب هم بې برخې دی.

آرشیف - راین کوربيټ په ۲۰۱۰ کې له خپلې کورنۍ سره په افغانستان کې هستوګن شو خو په ۲۰۲۱م کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه ووتل
آرشیف - راین کوربيټ په ۲۰۱۰ کې له خپلې کورنۍ سره په افغانستان کې هستوګن شو خو په ۲۰۲۱م کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه ووتلانځور: Wakil Kohsar/AFP

مدافع وکیلانو زیاته کړې چې کوربیټ له نورو جلا په یوازېتوب کې ساتل کيږي چې د اوسېدو ځای له جملې څخه يې یوه داسې تاکوۍ ده چې تقریباً د لمر وړانکې نه ورسيږي او سپورټي تمرینات په کې نه شي ترسره کیدلی. دوی وايي چې د موکل فزیکي او دماغي صحت ېې سخته صدمه لېدلې ده.

د کوربيټ کورنۍ د هغه له نيول کېدو وروسته د تېرې میاشتې په ګډون پنځه ځله پر ټيلفون خبرې کړي خو ليدلي ېې ورسره نه دي. له هغه سره کتنه یوازې دوه ځلې د دریم ګړي رسمي پلاوي په واسطه شوې ده.

کوربيټ سره د ناوړه چلند خبرې د هغه د خبرو د طرز او په څېره کې د ښکاره ناهېلتوب نښنو نښانو او د هغو بندیانو د څرګندونو پر اساس کيږي چې هغه سره يو ځای اوسېدل او په وروستيو کې آزاد شوي دي.

د کوربيټ د کورني وکيلانو راین فایهې او میرمن کتي ګيبسن له خوا په لاسلیک شوي عريضه کې راغلي: «ښاغلي کوربيټ له خپلې مېرمن او ماشومانو سره په تر ټولو وروستۍ ټيلفوني اړيکه کې واضح کړه چې روحي شکنجه او زړه تنګوالی سبب شوي چې هغه خپلې ټولې هېلې له لاسه ورکړي.»

دغه عريضه د بشري حقونو یوې خپلواکې څېړونکې الیس ایدوارد او د شکنجې په برخه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمشنرۍ ځانګړي راپورچي ته وړاندې شوې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، په وروستیو کې ويلي وو چې د دوو امریکايي وکړو په ګډون یو شمېر بهرني اتباع د دوی په زندانونو کې ساتل کيږي
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، په وروستیو کې ويلي وو چې د دوو امریکايي وکړو په ګډون یو شمېر بهرني اتباع د دوی په زندانونو کې ساتل کيږيانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره میاشت خبریالانو ته ويلي وو چې د متحده ایالاتو حکومت د کوربیټ د غیرقانوني نېونې او بېرته خپل کور ته د راستنېدو له پاره پر له پسې توګه کار کوي. ویاند وويل چې د راين کوربيټ په ګډون د ټولو هغو امریکانانو د آزادولو له پاره هڅې کوي چې په «افغانستان کې په ناحقه په توقیف کې دي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو ویاند روانه اوونۍ وويل چې دی د راین کوربېټ د قضيې په هکله معلومات نه لري.

کوربيټ په لومړي ځل په کال ۲۰۰۶ کې افغانستان ته ولاړ چې بیا په ۲۰۱۰ کې له خپلې کورنۍ سره هلته هستوګن شو. هغه د ګڼو غير دولتي موسساتو د نظارت په برخه کې کار کاوه.

د نوموړي کورنۍ په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته اړ شوه چې له افغانستانه ووځي، خو کوربيټ په راتلوکې جنورۍ کې بیا افغانستان ته ستون شو تر څو خپله تجارتي ويزه تمدید کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، په وروستیو کې ويلي وو چې د دوو امریکايي وکړو په ګډون یو شمېر بهرني اتباع د دوی په زندانونو کې ساتل کيږي. هغه د دوی د زنداني کېدو دليل د «افغانستان له قوانینو سرغړونه» ښودلې وه.

 (AP)mks/bs

له آرشیف (02.09.2021) څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل