1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هندوستان انتخابات او د باليووډ سياسي فلمونه

۱۳۹۷ دی ۲۲, شنبه

سږکال په هندوستان کې عمومي انتخابات ترسره کيږي. دې سره جوخت د باليووډ سينما ځينې داسې فلمونه چې د سياست پر موضوع جوړ دي هم راوتلي دي. منتقدان وايي چې په نوو فلمونو کې ځينې يې تبليغاتي بڼې لري.

https://p.dw.com/p/3BRpn
Indien Film The Accidental Prime Minister
انځور: Getty Images/AFP

د فلمي صنعت کارپوه او فلمي مبصر نندني رام نات وايي چې سږکال د باليووډ سينما له لوري ډیر نوي فلمونه خپريږي. رام نات زياتوي چې په دغو نوو فلمونو کې د ځينو داستانونه يې داسې دي چې د يوه شخص يا د يوه سياسي ګوند پر اجنډا څرخيږي او د هغو له سياست څخه ملاتړ په کې ښودل شوی دی.

د هندوستان په سينما کې پر سياسي موضوعاتو د فلمونو جوړول کومه نوې خبره نه ده. دغه بهير له ډيرو کلونو راهيسې د دغه هيواد په فلمي صنعت کې ادامه لري.

په دې لړ کې يو شمير نامتو فلمي ستورو په فلمونو کې د ځينو سياستوالو په نقش کې هم راڅرګند شوي چې په هغو کې د هيواد سياسي وضعيت ښودل کيږي.

د بيلګې په توګه په  ۱۹۸۳ کال کې د اداري فساد پديدې پر ضد د «جانې بهي دو يارو» په نوم فلم ډير زيات کامياب او د خلکو د خوښې وړ واقع شو. همدا ډول په ۲۰۱۰م کال کې د «پيپلي لايف» په نوم فلم هم ډير مشهور شو. د دغه فلم کيسه د کروندګرو د ځان وژنې په اړه ده.

پر سياسي مسائيلو متمرکز فلمونو پر سر ځينې وخت مخالفتونه او جنجالونه هم راولاړ شوي دي. د بيلګې په توګه په اويايمه ميلادي لسيزه کې چې هغه مهال اندراګاندي د هندوستان صدراعظمه وه، پر دوو فلمونو «قصه کرسي کا» او «آندهي» باندې بنديزونه ولګول شول. له دغو دوو فلمونو څخه يو يې د ميرمن ګاندي پر شخصي ژوند او بل يې پر سياست جوړ شوی وو.

د جنورۍ په يوولسمه په هندوستان کې دوه نوي فلمونه خپاره شول. له هغو څخه يو يې «دې ايکسيدنتل پرايم منستر» او بل يې «اوړې، سرجيکل سترايک» په نوم دی. له دې علاوه، روانه اوونۍ د دوو مشهورو سياستوالو په اړه هم دوه فلمونه راووتل. د هندوستان د کانګريس ګوند غړو د «اې ايکسيدنتل پرايم منستر» فلم د خپريدو د مخنيوي په موخه مظاهرې هم وکړې او په دې اړه يې محکمه هم وکړه خو په خپل دغه مقصد کې بريالي نه شول.

دوی ادعا کوي چې په دغه فلم کې د کانګريس د يو مهم غړی نقش، په کافي اندازه منفي ښودل شوی دی. اعتراض کوونکي وايي چې دغه فلم کې د هندوستان د صدراعظم نريندرا مودي او د هغه د ګوند «بهارتيا جانتا» په ګټه «تبليغات» ترسره شوي دي. خو د فلم دايرکټر بيا دغه تورونه رد کړي دي.

فلم جوړونکي په دې باور دي چې د انتخاباتو له ترسره کيدو څخه څو مياشتې د مخه د داسې فلمونو نشرول چې هغه سياسي داستانونه ولري، ښه چليږي او دا د دوی د لا ښه ګرم بازار له پاره ښه موقع وي. د کارپوهانو په اند په دې لړ کې ځينې سياسي ډلې هم شته چې هغوی تمه کوي چې د دغه شان فلمونو په خپريدو به د خپل ګوند په ګټه يو څه ډيرې رايې وګټي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: