«د هنګري پولیس له مهاجرو سره ناوړه چلند کوي»
۱۳۹۷ شهریور ۲۷, سهشنبههغه مهاجر چې څرګندونې یې په دې رپوټ کې ځای پر ځای شوي دي، د پولیسو له خوا له سربستان سره په سرحدي سیمه کې تر نیول کیدو وروسته بیرته دغه هیواد ته استول شوي دي.
د یادې کمیټې د رپوټ پر بسنټ چې د سه شنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۱۸) خپور شوی دی هغه داکتر چې سیمې ته په لیږل شوي پلاوي کې موجود وو او مهاجر یې معاینه کړي دي هغو ټپونو ته متوجه شوی دی چې د هنګري پر امنیتي ځواکونو د لګول شویو تورونو پر ريښتينوالې دلالت کوي.
د اروپایې شورا د شکنجې صد کمیټې د پلاوي سفر د تیر کال په اکتوبر میاشت کې ترسره شوی وو. د یوې اطلاعیې پر بنسټ د نوموړي کميتې مشر موکولا ګناتوفسکي، ویلي دي، د دې رپوټ پر وړاندې د هنګري د حکومت له غبرګون څخه داسې معلومیږي چې (له تیر اکتوبر څخه تر اوسه پورې) اوس هم هغه موارد نه دي ختم شوي چې نیوکه پرې کیږي.
دا کمیټه چې د اروپایې اتحادیې په غړو هیوادونو کې د بشري حقونو پر مراعتولو څارونه کوي د اروپایې شورا یوه څانګه ده. اروپایې شورا په ۱۹۴۹ کال کې رامنځته شوې چې اوس ۴۸ هیوادونه له ۸۲۰ میلیونه نفوس سره د دې سازمان غړيتوب لري.
د هنګري حکومت د شکنجې ضد کمیټې په ځواب کې ویلي دي چې د دې کميټې په رپوټ کې لګول شوي تورونه له واقعیتونو سره په ټکر کې دي او په دې هیواد کې له مهاجرو سره د ناوړه چلند د مخنيوي له پاره یو سیستم رامنځته شوی دی.
له دې رپوټ سره پر هنګري نړیوال فشارونه زیاتیږي. د اروپایې اتحادیې پارلمان د تیرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د دغې اتحادیې له اساسي ارزښتونو څخه د سرغړونونې له امله، پر دغه هیواد د بندیزونو وضعه کولو په موخه یوه دوسیه پرانیستې ده.