1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولايتي شوراگانو لومړۍ پايلي اعلان سوې

خليل الرحمان اميد۱۳۹۳ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولايتي شوراگانو لومړۍ پايلي اعلان کړې او له امنیتي ځواکونو څخه يې د هغو کسانو د ګوښه کولو غوښتنه وکړه چې په ټاکنو کې يې درغلۍ کړي وې.

https://p.dw.com/p/1C3EX
انځور: BANARAS KHAN/AFP/Getty Images

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۲۰) د ولایتي شوراګانو د لومړيو پایلو تر اعلان وروسته. د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون ویاند نادر محسني د یوه خبري کنفرانس پر مهال د ولایتي شوراګانو له نوماندانو څخه غوښتنه وکړه چې د لمړنیو پایلو په اړه خپل شکایتونه تر څلور ویشتو ساعتونو یا د چهار شنبې ورځي تر ۱۲بجو پوري له هغوی سره ثبت کړي:

«تر څلورو ورځو ځنډ وروسته، موږ د ولایتي شوراګانو لومړۍ پایلي د ټاکنو کمېسیون څخه تر لاسه کړې، سر له همدې شېبې موږ خپلو ولایتي دفترونو ته هدایت کړی دی چې د ولایتي شوراګانو د لومړیو پایلو په اړه د هغوی شکایتونه ثبت کړي.»

محسني د ټاکنو په دوهم پړاو کې له کانديدانو څخه غوښتنه وکړه چې له قانون سره سم خپل کمپاینونه په ټاکلې موده کې تر سره کړي او زیاتوي چې په ولایتونو کې د هغوی دفترونه هم اوس ډیر فعاله شوي او تجربه یې تر لاسه کړې ده.

په دوهم پړاو ټاکنو کي د مرکزونو ډېروالی

د دوهم پړاو ټاکنو د ترسره کیدو له پاره د ټاکنو خپلواک کمېسیو له مدني ټولنو او یوشمېر وزارتونو له استازو سره د همغږۍ او عامه پوهاوي په غونډه کې وویل چې دوهم وار تاکني به تر لومړيو، ځکه غوره وي چې ډيري اسانتیاوي ورته په پام کې نیول شوي دي.

د دغه کمېسیون د دارالانشا رئیس ضیاالحق امرخېل وايي د تیر وار ټاکنو ټولي نیمګړیتاوي یې په ګوته کړې او د نه تکرار له پاره یې لاري چاري په پام کي نیولي دي.

هغه وايي په تيرو ټاکنو کې ۳ زره او ۳ سوه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کارکوونکو په درغلیو کې لاس درلود چې د دوهم پړاو له پاره به نه یوازي هغوی ته وخت ورنه کړل شي، بلکي د اسنادو په لرلو سره به يې عدلي او قضایي اورګاونو ته هم وروپېژنو:

«بیا هم پر دې ټینګار کوم، په ځینو مرکزونو کې چي درغلۍ شوي وې یوازي د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو له خوا نه وې، هلته څارونکي، د کانديدانو استازي او امنیتي کسان هم ول، موږ خپل کار کوونکي کوښه کړي او هیله مو دا ده چې امنیتي اورګانونه هم خپل عسکر او چارواکي ګوښه کړي، څو د دوهم پړاو ټاکنو له پاره یو عبرت شي.»

ضاالحق امرخېل وويل له امنیتي ځواکونو سره په خبرو بوخت دی او ډاډ یې ورکړی دی چې د ټاکنو په ورځ تړل شوي محلونه به هم پرانیزي او خلک به پراخه ونډه پکې واخلي.

هغه وايي د مدنې ټولنو سپارښتنې یې په ورين تندي منلي او زیاتوي چې د وري مياشتي تر شپاړسمي به د جوزا مياشتي د ۲۴ نېټې ټاکني د تخنیکي او نورو اړخونو له کبله غوره تر سره شي.

د دارالانشا رئیس وايي چي د سیلاب ځپلو سیمو له پاره یې امکانات په پام کې نیولي دي، څو هغوی هم په ټاکنو کې ونډه واخلي او زیاتوي چې دا وار به ټاکني په ۶۴۲۳ مرکزونو کي ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې امنیتي ځواکونو هم په وار وار د دوهم پړاو ټاکنو له پاره خپل چمتوالی ښوولی دی او ولسمشر کرزي پر اوسني حکومت غږ کړی دی چې په ټاکنو کې بې طرفه پاته شي.