1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وينزويلا موقت ولسمشر له رضاکارانو مرسته وغوښته

۱۳۹۷ بهمن ۲۸, یکشنبه

په زرګونو مرسته کوونکو له موقت ولسمشر ګوايدو سره ژمنه کړې چې د مرسته شوو توکو په وېشلو کې به ورسره همکاري وکړي. مادورو البته له بهر څخه مرستې د متحده آيالاتو له لوري د مداخلې پلمه بولي.

https://p.dw.com/p/3DWs7
Venezuela Juan Guaido bei Veranstaltung mit freiwilligen Helfern zur Verteilung von Hilfsgütern in Caracas
انځور: Reuters/A. Martinez Casares

خوان ګوايدو ځان خپله موقت ولسمشر اعلان کړی دی چې پلويانو يې ورسره د وينزويلا په پلازمېنه کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د مرستې ژمنه وکړه. په زرونو کسانو په کراکاس کې په علني ډول قسم وخوړ چې له خارج څخه د وررسېدلو او مرسته شوو توکو په وېشلو کې به له ګوايدو څخه ملاتړ وکړي. خو دغه مرسته شوي توکي تر اوسه پورې له پولې هاخوا په ګاونډيو هېوادونو کې پراته دي. 

ګوايدو د خپلو پلويانو په وړاندې وويل: «موږ به لېواوې رامنځ ته کړو څو چې مرسته شوي توکي هېواد ته را انتقال کړي.» هغه دا هم وويل چې د لارۍ چلوونکو د اتحاديې په مرسته به دغه مواد د فبرورۍ له ۲۳مې نېټې وروسته په کلومبيا او برازيل کې له ګدامونو څخه وينزويلا ته ولېږدول شي. 
پوځ به د چا ملاتړ وکړي؟

Venezuela Juan Guaido bei Veranstaltung mit freiwilligen Helfern zur Verteilung von Hilfsgütern in Caracas
ګوايدو د خپلو پلويانو په منځ کېانځور: Reuters/M. Bello

ګوايدو همداراز پر پوځ باندې چې تر اوسه تقريبا په بشپړ ډول له برحاله ولسمشر، نيکولاس مادورو، څخه ملاتړ کوي، غږ وکړ چې د اپوزيسيون طرف دې ونيسي او مرستو ته دې اجازه ورکړي چې ويزويلا ته وردننه شي. ګوايدو پوځ ته په خطاب کې وويل: «آيا تاسو د خپلو فاميلونو او ولس په طرف ولاړ ياست، يا د تخت د اشغالوونکي تر څنګ چې خپلو دروغو ته دوام ورکوي.‎»
د کلومبيا په پلازمېنه کوکوتا کې په ټنونو داسې مرسته شوي توکي پراته دي چې لويه برخه يې له متحده آيالاتو څخه دغه ځای ته راوړل شوې ده. د متحده آيالاتو د پوځ دوو باروړونکو الوتکو د شنبې په ورځ نور مواد هم د کوکوتا ښار ته ورسول.