1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د وینې په ګروپ پوهیدل مو ښايي ژوند وژغوري، خو څنګه؟

۱۳۹۸ خرداد ۲۷, دوشنبه

تاسې د وینې بېلا بېل گروپونه پېژنئ؟ او پوهيږئ چې تاسو کوم گروپ وینه لرئ؟ په آلمان کې هم زياتره خلک نه پوهيږي چې په بدن کې یې موجود دا تر تولو مهم مواد په کوم گروپ پورې اړه لري. دا کار کيدای شي ناوړه پايلې ولري.

https://p.dw.com/p/3Kaq8
Blutabnahme und Blutspende
انځور: picture-alliance/Eibner/D. Fleig

کله چې له يو چا څخه د وينې د گروپ په اړه پوښتنه وشي نو زياتره يې له ځوابولو ځان تېروي. يوازې لږ په دې پوهيږي چې د وينې گروپ یې څه دی. دا په داسې حال کې ده چې د دې پوښتنې په ځواب پوهيدل مو ښايي ژوند وژغوري.

د يوې ترافيکي پېښې او يا د افغانستان په څېر په جگړه ځپلو هېوادونو کې دا ډيره مهمه وی چې یو څوک په دې وپوهيږي چې د وینې ګروپ یې څه دی. د وینې په ګروپ پوهیدل، ډاکترانو او طبي عملې سره په دې کې مرسته کولی شي چې ژر تر ژره ورته په اصطلاح سمه وينه برابره کړي. ځکه د هر گروپ وينه د هر چا سره نه جوړيږي.

يو ساده سېستم

د وينې گروپ د جين يا جنیتکي معلوماتو له لارې تعينيږي يعني دا چې ارثي دي. په اصطلاح AB0 «اې بي صفر» سيستم له لارې د انسان وينه په څلورو بیلا بېلو گروپونو A,B,AB,  او O يا صفر ويشل کيږي.

که چېرې د وينې د بسپنه ورکوونکي او د ناروغ چې وينه ورته ورکول کيږي، د وينې گروپ يو نه وي نو د پېچلتياوو سبب گرځي او آن د ناروغ کس د مرگ سبب کیدای شي. له همدې کبله د خپلې وينې د گروپ پيژندل، ډېر مهم دي.

څوک چا ته وينه ورکولی شي؟

د صفر يا «او» گروپ وینه لرونکو کسانو شمیر ډېر محدود دی يعني کم انسانان دغه گروپ لري.  د دې گروپ لرونکي د نورو ټولو گروپونو درلودونکو ته وينه ورکولی شي او په اصطلاح «نړيوال» گروپ ورته ويل کيږي. د ورته  گروپ لرونکي کسان يو بل ته هم وينه ورکولی شي.

د وينې د گروپ تر کشفولو د مخه به دا يوازې يو تصادف وو چې د وينې انتقال به پرته له ستونزو ترسره کیدو. 

انتي بادي او انتي جين

انتي بادي او انتي جين په دې برخه کې مهم فکتورونه دي. دا دواړه پروټين دي چې په پلازما کې موندل کيږي او د انسان د بدن د طبيعي مدافعې برخه جوړوي او پردې یا بیګانه اجسام لکه ميکروبونه پيژني او د بدن دفاعي سيسټم پرې خبروي. د وينې د گروپ په برخه کې دا د وينې د ټولو پردیو یا بیګانه حجرو په مقابل کې انتي بادي جوړوي، هغه مشخصوي او پر ضد یې مبارزه کوي.

انتي جين هم پريکړنده او ټاکونکی نقش لوبوي. دا د پروتين ماليکيولونه دي چې د وينې د سرو کروياتو پر سر موندل کیږي. د «اې» گروپ وينې درلودونکي انسانان د سرو کروياتو پر سر «A» انتي جين لري او د «بي» گروپ لرونکو کسانو د سرو کروياتو په سطحه انتي جين بي پراته وي.

د «اې بي» گروپ لرونکي بيا دواړه انتي جين لري خو د گروپ صفر يا O بيا هیڅ ډول انتي جين نه لري.

«آر ايچ فکتور» منفي يا مثبت؟

Resus Factor  یا آر ايچ فکتور د وينې د سرو کروياتو يوه ارثي خاصيت ته ويل کیږي. يعني سره کرويات «ډي انتي جين» لري. که چېرې د یوه انسان د وينې سره کرویات دغه خاصيت ولري نو سړی د آر ايچ مثبت فکتور سره لرونکې وينې څخه خبره کوي او که دا پکې نه وي نو بيا آر ايچ منفي وينه مقصد وي.

Syphilis Bakterium Treponema pallidum
انځور: Imago/Science Photo Library

دا د وينې د اې، بي او او (O) گروپ سیسټم وروسته تر ټولو مهم سیسټم دی. د وينې د گروپونو په څېر په دې سيسټم کې د آر ايچ منفي لرونکو کسانو وينه د آر ايچ مثبتو کسانو پر ضد انتي بادي جوړوي. له دې کبله دا فکتور هم د وينې د ورکړې په ترڅ کې ډېر مهم دی.

د وينې د گروپ کشفوونکی

د وينې د گروپ د معلومولو کار کال لندشتاينرر کړی وو. نوموړی چې د ۱۸۶۸م کال په جون مياشت کې په ويانا کې زېږيدلی وو، د زيږيدو ځای یې هر کال د وينې د بسپنې نړيواله ورځې په مناسبت يادونه کوي. لندشتاينر په ۱۹۰۰ م کال کې د وينې په اصطلاح «اي بي او» سسټم کشف کړی وو. نوموړي په ۱۹۳۰ م کال کې خپل همدې کشف له کبله د نوبل د طب جایزه ترلاسه کړه.

 bs/sm (Gudrun Heise)

زموږ له آرشیف څخه: