1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يورو د ژغورلو لپاره د اروپايي ټولني د غړیو هيوادونو د ماليې د وزيرانو هڅي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۰, دوشنبه

په بروکسل کي د اروپايي ټولني د غړيو هيوادونو د ماليې وزيرانو، د يورو د ثبات لپاره پر يو پلان باندي موافقه وکړه. په غونډه کي د اروپايي ټولني د وجهي صندوق پر جوړېدو باندي پريکړه وسوه چي 720 مليارده ډالره پکښي پرتې وي...

https://p.dw.com/p/NKFd
د اروپايي ټولني د اسعارو کميسار اولي رين
د اروپايي ټولني د اسعارو کميسار اولي رينانځور: AP

په اروپايي ټولنه کي اوس خبره يوازي پر يونان باندي نه ده، داچي د اروپايي ټولني حکومتونه وضعي ته په کومه سترګه ګوري دسويډن دماليې وزير اندرس بورګ وايي:

«موږ په مالي بازارونوکي يوه ډله ايزه رويه وينو، دا دخطر څخه ډک جريان دی،چي که مخه يې ونه نيول سي، کمزوري هيوادونه به ويجاړ کړي.»

بورګ دکتني په سرکي څرګنده کړه، چي دی او دده وطنوال يونان ته د مرستي په برخه کي څه عقيده لري.

«په واقعيت کي دا ديورو دحوزې دهيوادونو ربړه ده. د يو رو د حوزې هيوادونو دا ستونزه رامنځته کړې ده. نو دا د لمر په شان ښکاره خبره ده، چي زموږ ماليه ورکونکي دې ته نه دي چمتو، چي يونانيانوته، چي د خپلو عمرونو په څلويښتمو او پنځوسمو کلونوکي تقاعد اخلي، پيسې ورکړي دا هيڅ ممکنه نه ده.»

سويډن په خپله دنويموکلونو په سرکي دسپما يو ډير سخت پروګرام عملي او پدې توګه يې د دولت مالي وضعه ترميم کړه.

دغه راز د اطريش دماليې وزير يوزف پرويل هم په يو اړخيز توگه گناه دمالي بازارونو پر غاړه وراچوله.

«زه ددې سره چي ددې ربړي ګناه دمحتکرينو پر غاړه ورواچول سي مخالف يم. ځکه چي احتکار دهغو هيوادونو په برخه کي بريالی وي، چي ډير کلونه اوحتي لسيزي يې په لوی لاس داسي مالي او اقتصادي سياست چلولی وي، چي محتکرينو ګټه ځني اخيستلای سوای.»

په روکسل کي د ارويايي ټولني د غړيو هيوادونو د مشرانو تر غونډي وروسته د يونان لومړی وزير جورج پاپندريو
په روکسل کي د ارويايي ټولني د غړيو هيوادونو د مشرانو تر غونډي وروسته د يونان لومړی وزير جورج پاپندريوانځور: AP

پر ځينو هيوادونوباندي د قهرونو، او په جزئياتوباندي دجنجالونو سره سره په پای کي دغو هيوادونو غوښتل، چي پياوړتيا او يو موټی والی و ښه يي، او رښتيا هم ددوی يو والی ډير ستروو.

پريکړه وسوه،چي په راتلونکي کي، د يورو د حوزې هغو هيوادونو ته چي ددولت د افلاس خطر ورسره سته 750 مليارده يورو د پورونو اوضمانتونو په بڼه په واک کي ورکړل سي.

د هغو د جملې څخه به 60 مليارده يورو اروپايي کمېسيون د خپلي ګډي شتمنۍپه اساس په مالي بازارونوکي پورکړي، او که دا بسيا ونه کړي440 مليارده نور به د يورو د حوزې هيوادونه د خپل منځي پورونو اوتضمينونو له لاري ورکړي.

د اسعارو نړيوال صندق د250 ملياردو يورو د ورکولو ژمنه کړې ده،چي په مجموعي ډول 750 مليارده يورو ځني جوړيږي. دا د خطرونو سره د مخامخ هيوادونو او د يورو د بچولوو دپاره، لکه پروسږکال چي بانکونه حمايه سول د نجات ورکولو اقدام دی.

د اروپايي ټولني د اسعارو کميسار په پای کي دا نتيجه داسي بيان کړه:

« دغړو هيوادونو لخوا دثبات د راوستلو هڅي، د کمېسيون او د غړو هيوادونو مالي مرستي،او د اروپا د مرکزي بانک نننۍ پريکړه داثابتوي، چي موږ تر هر ډول شرايطو لاندي ديورو دفاع کوو.

Hasselbach, Christoph/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل