1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د اټومي پروګرام په هکله د CIA محرم اسناد څه وايي؟

۱۳۹۷ اسفند ۱۴, سه‌شنبه

د امریکا استخباراتي ادارې سي آی اې د ۱۹۸۰ لسیزې محرمې دوسیي عامې کړي دي. په دې کې د پاکستان د اټومي پروګرام او دا چې دغه هیواد څرنګه وتوانید له امریکا څخه د F-16 جنګي الوتکې ترلاسه کړي په هکله مهم معلومات شته.

https://p.dw.com/p/3ESgU
Pakistanische Kampfjets F-16
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ تیر کال پر پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د کافي اقداماتو د نه تر سره کولو تور ولګاوه او پر دغه هیواد يي پوځي مرستې بندې کړې. په دې وروستیو کې امریکا په افغانستان کې د امنیت د ثبات او له دغه هیواد څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو له پاره کوښښونه ګړندي کړي دي.

پاکستان دا وار هم د افغانستان په اړه د امریکا په پالیسۍ کې مهم نقش لري. دې ته ورته یو وضعیت په ۸۰ یمه لسیزه کې هم وو، خو په هغه وخت کې پخواني شوروي اتحاد د پاکستان او امریکا ګډ دښمن تصور کیده. د سړۍ جګړې پر مهال یو وخت داسې هم وو چې روسیي پر پاکستان تور لګاوه چې د افغانستان په چارو کې بې ځایه مداخله کوي او امریکا چې د پاکستان متحد وو له دغه هیواد څخه يي دفاع کوله.

هند ته د پاکستان د اټومي پروګرام اوF-16  ډوله جنګي الوتکو څخه خطر

په ۱۹۸۱ م کال کې «پاکستان څه غواړي» تر عنوان لاندې یوه سري سند کې راغلي دي چې پاکستان له شوروي اتحاد او هندوستان څخه د ممکنه خطر په پام کې نیولو سره په عاجل ډول دF-16  ډوله جنګي الوتکو او نورو امریکایي وسلو د ترلاسه کولو هیله لري. د دې رپوټ په حواله د هند د احتجاج له امله امریکا متحده ایالات پاکستان ته دF-16 ډوله جنګي الوتکو د ورکولو د اعلان په برخه کې زړه نا زړه وو. له همدې امله پاکستان اندیښمن وو چې امریکا یو د باور وړ متحد وګڼي او که نه.

د ۱۹۸۱م کال د سپتمبر د لومړۍ نیټې د دغه سري رپوټ یو عنوان هم «د پاکستان د اټومي پروګرام په هکله د هند غبرګون» دی. د دغو اسنادو په حواله دF-16  ډوله جنګي الوتکو په مرسته د اسرائیل له خوا د عراق د اټومي تاسیساتو د له منځه وړلو وروسته، له هند سره دا اندیښنه پیدا شوې وه چې پاکستان به له امریکا څخه دF-16  ډوله الوتکو له ترلاسه کولو وروسته وکولی شي هندي تاسیسات هم په نښه کړي.

پاکستان په ډیره بیړه د اټومي آزموېنې د ترسره کولو په برخه کې د پرمختګ په حال کې وو او امریکایانو فکر کاوه چې د دې په غبرګون کې به هند هم هرو مرو اټومي آزموېنه ترسره کړي. د همدې کال په می میاشت کې هندوستان د «تهر» په سیمه کې تر ځمکې لاندې د اټومي آزموېنې له پاره ټول چمتووالی بشپړ کړی وو.

د امریکا د استخباراتي ادارې په حواله د هند لومړۍ وزیرې اندرا ګاندهي د پاکستان اټومي آزموېنه په سملاسي ډول د هند د امنیت له پاره خطر نه باله، او د پاکستان د اټومي تاسیساتو د په نښه کولو پر ځای یي ترجیح ورکوله چې پخپله اټومي آزموېنې ترسره کړي.

خو د هندي پوځ پلان جوړونکي دې نتیجې ته رسیدلی وو که د پاکستان پوځF-16 ډوله جنګي الوتکې ترلاسه کړې، نو کیدای شي د پاکستان هوایي ځواکونه هندي تاسیسات احتمالا په نښه کولی شي او له دې خطر سره د مقابلې له پاره د هند د هوایي ځواکونو وړتیا کافي نه ده. د هند د اټکلونو له مخې پاکستان په پام کې درلوده چې په همدې کال کې اټومي آزموېنه ترسره کړي.

په داسې یوه وضعیت کې د امریکا استخباراتي اداره په دې آند وه چې مخکې تر دې چې امریکا پاکستان تهF-16  ډوله جنګي الوتکې ورکړې، کیدای شي هند د پاکستان اټومي تاسیسات په نښه کړي. پر دې سربیره که پاکستان اټومي آزموېنه وکړه نو ممکن وضعیت په چټکۍ سره خراب شي او د هند سربیره کیدای شي روسیه هم د پاکستان پر ضد پر پوځي اقدام لاس پورې کړي.

که څه هم د ۱۹۸۱م کال د اکتوبر میاشتې د یوه یادښت ټول جزئیات نه دي عام کړی شوي، خو د دغې یادښت پر بسنټ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي بکلی، فکر کاوه چې پاکستان ته د وسلو ورکړه کولی شي چې د دغه هیواد پوځي ولسمشر جنرال ضیاء الحق له امریکا سره اړیکو ساتلو ته مجبوره کړي. هغه جنرال ضياء الحق ته په څرګندو ټکو خبردارې ورکړی وو چې که پاکستان اټومي آزموېنه وکړه نو دا به د پاکستان او امریکا د اړیکو د پریکولو په معنی وي.

په ۱۹۸۲م کال کې په یوه بل محرم کې سند کې لیکل شوي وو چې که امریکا پاکستان ته نوې وسلې ورنه کړي، نو د پاکستان له پاره به امریکا د یوه باور وړ متحد د پاتې کیدو په هکله اندیښنې کیدای شي حقیقي بڼه غوره کړي.

Infografik Karte Atomwaffenarsenal Indien und Pakistan 2018 EN
انفو ګرافیک: د پاکستان او هند اټومي وسلی

سربیره پر دې له امریکا سره دا اندیښنه هم موجوده وه چې که چیري پاکستان ته نوي وسلې ورنه کړي، په هغه صورت کې کیدای شي پاکستان د افغانستان په اړه پر خپلې پالیسۍ له سره غور وکړي، چې دا په سیمه کې د امریکا ګټو ته تاوان رسولی شي.

په همدې کال کې امریکا غوښتل پاکستان تهF-16  ډوله جنګي الوتکې ورکړي، خو پاکستان د دغو الوتکو ترڅنګ د نوي رادار سیستم غوښتنه هم کوله. امریکا ویره درلوده چې که پاکستان ته رادار ورکړي کیدای شي چين د امریکا دغې نوې ټکنالوژۍ ته لاسرسۍ پيدا کړي.

د پردې تر شا د پاکستان د اټومي پروګرام د مخنیوي هڅې

په ۱۹۸۲م کال کې د سي آی اې، له خوا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ته یوه لیږل شوي یادښت دغه هیواد ته په هغه وخت کې د پاکستان د واکمن جنرال ضیاء الحق د سفر او د دې هیواد د اټومي پروګرام په هکله وو. په دغه یادښت کې لیکل شوي دي چې په افغانستان او سویلي آسیا کې د امریکا د ګټو د ترلاسه کولو له پاره له پاکستان سره اړیکي کليدي ارزښت لري.

خو د پاکستان او امریکا د اړیکو ترمنځ یوه لویه ستونزه دا وه چې پاکستان خپل اټومي پروګرام په ډیرې چټکۍ سره پر مخ روان کړی وو، چې دا په مستقیم ډول «د اټومي پروګرام د پراختیا پر ضد» د امریکا له پالیسۍ سره مستقیم په ټکر کې وو.

د متحده ایالاتو استخباراتي ادارې د هند او پاکستان د قدرت د توازن په اړه په خپل رپوټ کې ولیکل چې د ۱۹۸۵م کال په پیل کې پاکستان یو شمیر کیمیاوي وسلې جوړولی شي، او د هند پوځي چارواکي دا مني چې پاکستان به ډیر ژر خپل اټومي وسلې نصب کړي.