1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: د عمران خبرې ناسمې تعبیر شوي

۱۳۹۸ فروردین ۷, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې د افغانستان په هکله د عمران خان څرګندونې رسنيو ناسمې راخیستي دي. دغه رپوټ شوو څرګندونو ته افغان حکومت او سیاستوالو توند غبرګون ښوولی وو.

https://p.dw.com/p/3FjNa
Pakistan Außenministerium in Islamabad
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/I. Sajid

د پاکستان د ځایي رسنیو له لوري خپرې شوي د عمران خان څرگندوني چې د دوشنبې په ورځ يې خبریالانو ته کړې وې نه یوازې په افغانستان کې له سخت غبرګون سره مخامخ شوې، بلکې افغان حکومت له پاکستانه خپل سفیر هم د نورو مشورو له پاره کابل ته وروغوښت. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې «نامسووله» بللې وې او په کابل کې یي د پاکستان مرستیال سفیر احضار کړی وو. د پاکستان ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د رپوټ له مخې عمران خان د افغانستان کړکیچ د ختمیدو له پاره مؤقت حکومت د یوې ممکنه سیاسي لارې په توګه یاد کړی وو.

رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلی دي چې دا په تیره یوه میاشت کې دریم وار دی چې کابل له اسلام آباد څخه د سولې د خبرو اترو په تړاو د څرګندونو سپیناوی غواړي. د سولې د خبرو اترو موخه په افغانستان کې له ۱۷ کلونو راهيسي روان کړکیچ ته د حل لارې موندل دي.

رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د عمران خان څرګندونې چې په پاکستاني رسنیو کې خپرې شوې وي ناسمې تعبیر شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وړاندي کاږي: «د هغه په څرګندونو کې لومړي وزیر د پاکستان مثال ته اشاره شوې وه، چیري چې یو مؤقتي حکومت ټاکنې تر سره کوي.» اعلامیه زیاتوي چې دا څرګندونې باید ناسمې تعبیر نه شي چې د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسوهنې په معنا وبلل شي.

د افغانستان د سولې د چارو له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د عمران خان څرګندونو ته د خپل ټویټر په پیغام کې غبرګون ښوولی وو. هغه لیکلي وو چې پاکستان د سولې په پروسه کې «رغنده ونډه لرلي» خو د عمران څرګندونو نه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سیاسي پروسې په ترڅ کې د سولې له پاره د کار پرته کومه بله موخه نه لري.

د پاکستان په سیستم کې د پارلماني ټاکنو د تر سره کیدو دمخه یو بې طرفه سرپرست حکومت ټاکل کیږي، څو د ټاکنو کمپاین په ترڅ کې چارې پرمخ بوځي.

(sr/nz (Reuters

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل