1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان د پولیسو له بنده ۶۳ افغانان ازاد شوي دي»

امید دیدار
۱۴۰۳ اردیبهشت ۷, جمعه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د قونسلګرۍ چارواکیو د دغې هېواد د پولیسو له بنده د ۶۳ افغانانو د ازادولو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4fCjU
د ارشیف انځور: د پاکستان له زندانه ۶۳ افغانان ازاد شوي
د ارشیف انځور: د پاکستان له زندانه ۶۳ افغانان ازاد شويانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د پاکستان په کراچۍ کې د طالبانو  قونسل عبدالجبار تخاري په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي، چې تېره ورځ یې هغه ۶۳ افغانان د کراچۍ د پولیسو له یوه بنده ازاد کړي، چې په خپله خوښه افغانستان ته ستنېدل؛ خو د کراچۍ پولیسو نیولي او ګوتکي ولسوالۍ کې یې د اوباړو په نوم حوزې ته انتقال کړي وو.

هغه ویلي، دغه ۶۳ کسان چې د پنځو کورنیو غړي دي، د شپې پر دولسو بجو د کراچۍ د پولیسو له بنده ازاد او افغانستان  ته یې حرکت کړی دی.

عبدالجبار تخاري ویلي، چې په دغو کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل وو.

موده مخکې پاکستاني  چارواکیو تازه ویلي وو، چې له دغې هېواده به د افغانانو د ویستلو لړۍ بیا پیل کړي.

پاکستان  تېر کال له دغه هېواده د اسناد نه لرونکو افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده، چې په دې موده کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

په پاکستان کې د کډوالو ناخواله وضعیت