1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د پاکستان د یوه کلي ډیر اوسیدونکي ولي په HIV اخته شوي؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبه

د پاکستان د يوه کلي ډیر اوسیدونکي چې اکثره یې ماشومان دي تازه په HIV وایرس اخته شوي دي. د کلي اوسیدونکي د دې کار پړه پر یوه جعلي ډاکټر اچوي چې په خبره یې په قصدي توګه یې دغه وایرس خپور کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Iatv
Pakistan HIV-Test
انځور: Getty Images/AFP/R. Tabassum

د پاکستان په لویدیځ کې اندیښمن والدین په تمه دي چې اولادونه یې معاينه شي چي HIV خو به نه لري. ویل کیږي چې په دې کلي کې په سونو کسان یوه ډاکټر په دې وایروس باندې اخته کړي دي.

دغه کلی چې «وسایو» نومیږي، د پاکستان د سیند ولایت د لرکانا په سیمه کې پروت دی. اوس هلته پولیس د نظم د ساتلو په موخه استول شوي چې په پنځو بیلابیلو غرفو کې د کلي د اوسیدونکو د آزموینې په بهیر کې نظم راولي.

روغتیایي چارواکو ویلي دي چې په وروستیو اوونیو کې په دې ځای کې تر۴۰۰ ډیر کسان چې ډیری یې ماشومان دي، په HIV وایروس اخته ثابت شوي دي.

دغه چارواکي په عین حال کې په پاکستان کې په HIV وایرس د اخته کسانو شمیر د زیاتیدو ګواښ هم کوي او وایي چې ډیر وخت دغه وایرس د جعلي ډاکټرانو له خوا د ناپاکو طبي الاتو د استعمال له کبله خپریږي.

په دې کلي کې چې ډیر ناداره هم دي، د دغه وایرس د خپریدو له کبله ویره او غوسه ډیره زیاته شوې ده. چارواکي وایي چې په دې سیمه کې د HIV وایرس یا د یوه ځايي روغتیایي کارکوونکوي د بې احتیاطي او یا هم ناوړه اهدافو له کبله خپور شوی دی.

په یوه موقتي جوړ شوي کلنیک کې یو ډاکټر وایي: «هغوی [د کلي اوسیدونکي] ډله ډله راځي.»

مختار پرویز یو له هغو کسانو څخه دی چې غواړي چې لور يې معاینه شي، ځکه اندیښنه لري چې د لور وروستۍ تبه یې ښايي د دې وایرس له خپریدو سره تړلې وي.

د کلي ځيني نورو اوسیدونکو وختي لا ډیر بد خبرونه تر لاسه کړي دي. نصیر احمد دې کلنیک ته راغلی دی چې د خپلې یوې کلنې لور له پاره چې په HIV وایرس اخته ده، درمل ترلاسه کړي. هغه درې ورځې مخکې خبر ترلاسه کړی چې لور یې دا وایرس لري.

Pakistan HIV-Test
انځور: Getty Images/AFP/R. Tabassum

هغه په غوسې سره وایي: «زه هغه ډاکټر ته چې دا ټول ماشومان یې په دې وایرس اخته کړي دي، ښراوي کوم.» هغه د فرانسي خبري آژانس ته وویل: «زموږ ټوله کورنۍ ډیره خواشینې ده.»

نور بیا په دې فکر کې دي چې د ماشومانو راتلونکې یې داسې خرابه شوې چې بیا د جوړیدو امکان نه شته. دا اندیښنه بیا په ځانګړې توګه په پاکستان کې ډیره ده، ځکه په دې هیواد کې د HIV وایرس د مخنیوي له پاره کافي درمل نه شته.

یوه بله څلور کلنه نجلۍ چې تازه په HIV وایرس اخته شوې ده، مور يې د نوم د نه خپریدو په شرط وايي: «هغه به له چا سره لوبې وکړي؟ او کله چې هغه لویه شي نو څوک به ورسره واده وکړي؟»

په پاکستان کې دغه وایرس د خپریدو په حال کې دی، په ځانګړې توګه د معتادینو او هغو کسانو تر منځ چې تن فروشي کوي. یوازې په ۲۰۱۷م کال کې په پاکستان کې د دغه وايرس ۲۰ زره نوې پیښې ثبت شوې دي.

ملګري ملتونه وایي چې پاکستان په اسیا کې دویم هیواد دی چې HIV په کې په سرعت سره د ودې په حال کې دی.

دا چې د پاکستان نفوس د ودې په حال کې دی نو په دې هیواد کې د مسکلي روغتیایي کارکوونکو کمښت احساسیږي. د ملګرو ملتونو ادارې «UNAIDS» ویلي دي: «د یو شمیر دولتي رپوټونو په حواله، شاوخوا ۶۰۰ زره جعلي ډاکټران په ټول هیواد کې فعالیت لري چې له ډلې یې شاوخوا ۲۷۰ زره د سند په ولایت کې فعاله دي.»

د سیند ولایت یوه روغتیایي چارواکي سکندر، ویلي دي چې دغه جعلي ډاکټران د سپما کولو په موخه د څو ناروغانو له پاره یوه پیچکاري کاروي، چې کیدای شي د HIV وایرس د خپریدو لامل شي.

د سیند په دې کلي کې په څیړنو بوخت چارواکي وایي چې د وایرس په خپرولو تورن ډاکټر په خپله هم په دغه وایرس اخته دی. هغه له زندانه دغه تورونه رد کړي دي او ټینګار یې کړی دی چې په قصدي توګه یې د دغو ماشومانو په منځ کې ياد وايرس نه دی خپور کړی.

په اچ آی وي د تازه اخته شویو ماشومانو والدین ټینګار کوي چې که ورته درمل او امکانات و نه رسیږي نو نور ماشومان به یې په دې وایرس اخته شي.

یوه مور وایي: «موږ مرستې ته اړتیا لرو. ویریږم چې نور ماشومان مې هم په دې وایرس اخته شي. موږ ته درمل راواستوئ چې ماشومان مو ښه شي که نه نو ټول ماشومان مو مړه کیدای شي.»

(M.J/N.Z(AFP