1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان يو وزير په رڼا ورځ ووژل شو

۱۳۸۹ اسفند ۱۱, چهارشنبه

د پاکستان د توهين رسالت نومي يو قانون سره د مخالفت له امله د دغه هیواد یو بل سیاست وال، ووژل شو. بهتي شهباز د پاکستان په کابينه کی يواحني مسيحي ؤ. د هغه د وژلو مسوولیت پنجابی طالبانو په غاړه اخيستی دی

https://p.dw.com/p/R5iv
د پاکستان د مذهبی اقلیتونو وزیر بتی شهباز ووژل شو
د پاکستان د مذهبی اقلیتونو وزیر بتی شهباز ووژل شوانځور: picture alliance/dpa

د پاکستان د پوليسو د وينا له مخي په رڼا ورځ د نا معلوموحملو کونکو له خوا د شهباز بهتي د سپرلي په موټر باندي چي په اسلام اباد له خپله کوره ووت، ډزي وشوي او موټر يي سوري سوري کړ.

د پوليسو مشر، وجيد دراني خبريالانو ته وويل: « دري يا څلور په وسلو سمبال کسانو چي په يو سپين سوزکي موټر کي سپاره ؤ د نوموړي وزير د سپرلي رسمي موټر مخي ته ودريد.»

دراني زياته کړه: « حمله کونکو ځانونو باندي پټو ګان تاو کړي ؤ او ډزي پري وکړي او هغه مړ کړ. د وزير موټر چلونکي ټپي شوي دي.»

د پوليسو مشر يادونه وکړه چي بهټي د اړتيا وړ امنيتی ساتونکو څخه معمولا برخه ؤ، خو دا ځل هغه سره دغو امنيتي ساتونکو ملګرتيا نه درلوده. هغه وويل چي په دي هکله پلټنه اوس پيل شوي چي ولي امنیتي ساتونکي هغه سره نه ؤ.

شهباز بهتي د پاکستان د حکومت په کابينه کي د مذهبي اقليتونو د چارو وزير ؤ. هغه د پنجاب د وژل شوي وزيراعظم، سلمان تاثير په څير چي د جنوري په څلورمه ووژل شو، د پاکستان د «توهين رسالت» يا د «توهين وحدانيت» په نامه قانون مخالفت کاوه . دغه قانون د پاکستان د پخواني پوځي واکمن جنرال ضياء الحق په وخت کي جوړ شوي ؤ. د دي قانون له مخي هر هغه څوک چي اسلام ته سپکاوي وکړي سختي سزا آن د اعدام سزا ورکوله کيږي.

وژل شوي وزير تيره مياشت د آلمان خبري آژانس ته په يوه مرکه کي وويل: « مونږ مذهبي اقليتونو تل دا ویلی دی چي د توهين رسالت له قانون څخه ناوړه استفاده او له مذهبي لږکيو سره د ناوړه چلند لپاهر کار اخیستل کيږی. څوک چي د دغه قانون څخه په سر غړونو تورن شوي دي، همدا اوس په زندانونو کي پراته دي. ځيني وژل شوي يا وژل کيږی. د هغوي په مذهبي ځايونو يا په کورونو باندي حملي کيږي.»

د وژل شوی وزیر د سپرلی موټر
د وژل شوی وزیر د سپرلی موټرانځور: AP

بهتي په خپلي دغي مرکي ويلي ؤ چي له حکومت څخه چي دي هم غړي ؤ يواځيی غوښتنه دا ده چي په دغه قانون کي دي اصلاحات راوستل شي، ځکه هغه پوهيږي چي بنسټ پالونکي مسلمانان د دغه قانون د له منځه تلو مخالفت کوي.

د نوموړي قانون د تعديل لپاره غوښتنو په پاکستان کي يو لړ احتجاجونو راوپارول. بهتي د آلمان له خبري آژانس سره د تيري مياشتی په مرکه کي وويل :« افراطي عناصرو د اصلاحاتو په غوښټنه باندي نه دي پوه شوي، هغوي سترو احتجاجونو ته لسمونه وکړه. هغه يادونه وکړه: « دي ټينګ باور لري چي په دغو احتجاجونو کي هغو طالبانو ګډون درلود چي په منع شوو ډلو او سازمانونو پوري اړه لري.»

دا چي ولي د پاکستان حکومت له دغه قانون څخه ملاتړ کوي او د هغه تعديل لپاره هڅه نه کوي د پاکستان د یچارو یو کار پوه، علي ديان حسن وايي پاکستان دولت له خپل تآسيس څخه را په خوا د امنيت په ستراتيژي کي د افراطي ډلو ملاتړ باندي حساب کوي: « دا البته پاکستان حکومت پوري نه بلکه، دولت پوره اړه نيسي، دغه دولت او د هغه ارګانونه که پوځ دي او که استخبارات او حتي قضايي ارګان له لومړي سره د مذهبي افراطي ډلو په ملاتړ خپل امنيت ساتلي، له هغو څخه يي د خپلي ستراتيژيکي ګټو لپاره تل استفاده کړي ده.»

د پاکستان د اقليتونو نوموړي وژل شوي وزير د پنجاپ د ګورنر سلمان تاثير وژنه سخته غندلي وه. تاثير د خپل شخصي محافظ له خوا ووژل شو او په پاکستان کي افراطي مذهبي ډلو له قاتل څخه د « اتل په توګه» ستاينه وکړه.

د مذهبی اقليتونو وژل شوي وزير دغه راز ځيني افراطي ډلي په دي وجه هم غوصه کړي ؤ چي هغه له يوي مسيحي ځواني جني ، آسيه بي بي څخه ملاتړ کاوه. په نوموړي باندي تور لګول شوي چي ګواکي اسلام ته سپکاوي کړي دي. هغه باندی محکومه شوی ده.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر