1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ د طالبانو په جوابي بريد کي خپل عسکر وژلي

۱۳۹۰ فروردین ۹, سه‌شنبه

د پاکستان په قبايلي سيمه کي د طالبانو تر حملې وروسته د پو ځ لخوا په جوابي بريد کي په اشتباهي توګه پر خپله پوسته د ګولي د لګيدو له امله ۱۴ پوځيان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/RDgP
«ځايي قومندان دوه ځلي د هوان د فاير امر ورکړ، چي دوهمه مرمۍ د هدف پر ځای زموږ پر خپلو عسکرو ولګيده»
«ځايي قومندان دوه ځلي د هوان د فاير امر ورکړ، چي دوهمه مرمۍ د هدف پر ځای زموږ پر خپلو عسکرو ولګيده»انځور: Abdul Sabooh

د امنيتي چارواکو په وينا د دوشنبې په ورځ په جګړه کي ۱۴ عسکر وژل سوي دي. دغه جکړه د خيبر ايجنسي په شينډنډ نومي سيمه کي رامنځ ته سوې، دغه سيمه د واشنګټن لخوا د القاعدې د مرکز په نوم ياديږي.

خو د شمال لويديځ د پوځونو قومندان ډګر جنرال آصف ياسين ملک د سې شنبې په ورځ په پيښور کي خبريالانو ته وويل چي دغه عسکرد هوان په يوه ګولي وژل سوي دي.

هغه زياته کړه « کله چي زموږ عسکر تر بريد لاندي راغلل، ځايي قومندان دوه ځلي د هوان د فاير امر ورکړ، چي دوهمه مرمۍ د هدف پر ځای زموږ پر خپلو عسکرو ولګيده چي په نتيجه کي يې ۲ افسران او ۱۱ عسکر شهيدان سول»

هغه زياته کړه« يو څو تنه جنګيالي وژل سوي او نيول سوي دي.» خو شمېر يې په ګوته نه کړ.

خيبر ايجنسي د طالبانو او د لشکر اسلام د افراطيونو چي مشري يې د منګل باغ په غاړه ده کوردی. په افغانستان کي د ناټو ځواکونو دپاره زياتره تجهيزات هم ددي لاري څخه تيريږي. چيري چي خارجي ځواکونه په دې کوښښ کي دي چي دغه سيمه د طالبانو د ولقې څخه وباسي.

په پاکستان کي د ۲۰۰۷ کال د جولای د مياشتي څخه را پديخوا د طالبانو او القاعده د جنګياليو لخوا په بمي چاودونو کي تر اوسه شاو خوا ۴۰۰۰ کسان وژل سوي دي.

په۲۰۰۱ کال کي په افغانستان کي د امريکا په مشرۍ تر يرغل وروسته طالب او القاعده جنګيالي د پاکستان په شمال لويديځو منطقو کي سره راټول او د سرحد هغه غاړي په بهرنيو ځواکونو حملې شروع کړي.

د امريکا د فشار په نتيجه کي پاکستان په داخل کي د طالب جنګياليو پر خلاف په پراخه کچه په عملياتو لاس پوري کړ. چي زياتره سيمي يې د خيبر ايجنسي په شمول قبايلي سيمي وي.

خو امريکايي چارواکي د پاکستان څخه په شمالي وزيرستان کي د لا پراخه عملياتو غوښته کوي، کومه چي فکر کيږي چي د طالب او القاعده جنګيالو دپاره چي د بهرنيو ځواکونو سره جنګيږي د نظامي کلا په توګه ياديږي.

واشنګټن وايي چي د خطر دمنځه وړل ، په افغانستان کي د جنګ د ګټلودپاره تر ټولو مهمه ده، خو پاکستان وايي چي ددوی پوځونو په کافي اندازه بوخت دي.

د دوشنبي په ورځ د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي ويلي وو چي پاکستان خپله په داخل کي د تروريزم په خلاف په جګړه کي دومره ښکيل دی چي دوی به په ډيره لږه اندازه وکولای سي چي د ناټو ځواکونو سره په افغانستان کي کومک وکړي.

هغه زياته کړه « بعضي وخت خلک وايي چي پاکستان بايد نوره همکاري وکړي. خو هغوی په حقيقت کي دهغو ډلو له لاسه چي دوی ورسره جنګيږي په کافي اندازه پوځيان له لاسه ورکړي دي.»

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل