1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې د درو غړو وژل کیدل تایید کړل

۱۳۹۸ خرداد ۵, یکشنبه

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ درې غړي له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي. دغه پیښه د افغانستان پولې ته نزدې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/3J6YZ
Pakistan Peschawar Demonstration Pashtun Movement
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د روان کال له پیل سره د پښتون ژغورنې غورځنګ، په بیلابیلو غونډو کې د پاکستان پر پوځ باندې سختې نیوکې کړې دي او دغه پوځ یې د پښتنو د سیمو په ناامنه کولو باندې تورن کړی دی.

د پاکستان پوځ په یوې بیانیه کې ویلي دي چې «محسن داوړ او علي وزیر چې دواړه د پارلمان غړي هم دي، د یوې ډلې مشري کوله چې د شمالي وزیرستان په بویا سیمه کې یې پر یوې پوستې باندې برید کاوه». په بیانیه کې زیاته شوې ده چې دغو کسانو هڅه کوله د فشار راوړلو له لارې د ترهګرو یو شکمن همکار آزاد کړي.

د بیانیې په حواله د پوځ پنځه سرتیري د برید کوونکو د ډزو په پایله کې ټپیان شول: «په ځوابي ډزو کې، درو کسانو چې پر پوستې یې برید کړی وو خپل ژوند له لاسه ورکړ، او لس تنه نور ټپیان شول.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «علي وزیر او اته تنه نور کسان نیول شوي دي او محسن جاوید [داوړ] اوس د خلکو تر پارولو وروسته د تیښتې په حال کې دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي چې پوځ یې پر غړو باندې فشار اچوي چې دوی له خپلې مبارزې لاس واخلي. دغه غورځنګ تر اوسه پورې خپل اقدامات سوله ییز ساتلي دي خو پر پوځ باندې سخت لفظي بریدونه کوي.

(ms/ns (afp