1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان پوځ: «په بنو کې ځانمرګی بريد يوه افغان کړی»

۱۴۰۲ آذر ۶, دوشنبه

پاکستان ويلي دي چې په بنو کې پر يوه پوځي کتار برید چې دوه کسان یې وژلي دي، يوه افغان تبعه کړی دی. دا بريد په داسې حال کې شوی چې پاکسان هغه افغان کډوال اخراجوي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري.

https://p.dw.com/p/4ZUl3
د پاکستان پوځ
د پاکستان پوځانځور: Aamir Qureshi/AFP

رويټرز خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله د پاکستان پوځ دا څرګندونو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال  د نوامبر ۲۶) کړي دي.

پوځ ويلي دي چې يوه ځانمرګي بريدګر د يکشنبې په ورځ په بنو سيمه کې د پوځ پر يوه کتار خپل موټرساېکل ور ځغلولی دی. د پوځي چارواکو په حواله په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۷ ټپيان شوي چې پوځي افسران هم پکې شامل دي.

د پوځ له لوري ويل شوي: «پر موټرساېکل سپورځانمرګی بريد ګروروسته د يوه افغان تبعه په توګه وپيژندل شو.»

خو پوځ په دې اړه جزيات نه دي په ډاګه کړي چې د بريدګر څرنګه وپيژندل شو او نه یې هم د هغه نوم په ډاګه کړی. دا هم نه دي ويل شوي چې آيا په کابل کې ادارې د معلوماتو په شريکولو سره کومه مرسته کړې او که نه. د طالبانو ادارې هم په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ويلی.

د پاکستان حکومت تېره میاشت اعلان وکړ چې تر يو میليون ډېر هغه بهرنيان به اخراج کړي په پاکستان کې د اوسېدو اسناد نه لري چې د دوی زياتره یې افغانان دي. دا پريکړه په داسې حال کې شوې ده چې د پاکستان حکومت تور لګوي چې په کابل کې د طالبانو حکومت پاکستان ضد وسله والو ته پټنځای ورکړي دي  او دا چې په پاکستان کې په روان میلادي کل کې له ترسره شويو ځانمرګي بريدونو ډېر یې افغانانو کړي دي. خو طالبان تل دا تورونه ردوي.

په اکتوبر میاشت کې د مهاجرو د ايستلو د لړۍ پېليدو تر مخه په اسلام آباد کې حکومت ويلي ول چې په روان میلادي کال کې له ترسره شويو ۲۴ ځانمرګو بريدونو څخه یې ۱۴ افغان اتباعو کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوال چارو ادارې په حواله د اکتوبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهېسې تر اوسه تقریباً ۴۰۰ زره افغانان له پاکستان څخه وتلي دی.

په پاکستان کې تر څلور میليون ډېر افغان کدوال او مهاجر ژوند کوي چې له دوی څخه یې ۱،۷ ميليونه د اوسېدو اسناد نه لري. له دوی ډېری یې په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي، په داسې حال کې چې اکثريت یې هغه دي چې په ۱۹۷۹م کال د پخواني شوروي اتحاد تر يرغل وروسته دغه هېواد ته ورغلي دی. 

په داسې حال کې چې په پاکستان کې پوليسو د کډوالو د کورنو د تلاښۍ او د مهاجرو د اخراج لړۍ جاري ساتلې ده، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له پاکستان څخه غوښتنه کړې ده چې د ژمي په موسم کې اخراج ودروي.

دغه ادارې ويلي دي چې «بيرته ستنېدا بايد په خپله خوښه وي او دا چې پاکستان بايد هغه کسان وپيژنی چې نړيوال محافظت ته اړتيا لري.« خو پاکستان د اخراج درولو او پر خپل دغه پلان له سره د غور کولو غوښتنه نه ده منلې.

د پاکستان ستره محکمه به پر هغه عريضه اوريدنه پېل کړي چې د بشري حقونو فعالانو له خوا د اخراجونو درولو په موخه وړاندې شوې وه.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

پاکستان: افغان مهاجر د پاکستان له چلنده شکایت کوي