1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پروان جگړه د ۱۹ تنو په وژلو پای ته ورسيده

۱۳۹۰ مرداد ۲۳, یکشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي په دې يو ساعته جگړه کي چي د ولايت مقام په ودانۍ کي روانه ول ۵ تنه پليس او ۱۴ تنه ملکي وگړي وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/12GGH
بصيرسالنگي
بصيرسالنگيانځور: DW

د صديقي په وينا جگړه پای ته رسيدلې او د هغه ولايت والي روغ رمټ دی. د جگړې پرمهال والي بصير سالنگي په ودانۍ کي دننه ؤ.

د پروان والي د پيښي پر مهال رسنيو ته ويلي ول، چي ودانۍ ته ۶ تنه ځانمرگي بريد کونکي ننوتي ول. د هغه ولايت چاروکي وايي چي ټول بريدکونکي يا وژل سوي او يا يې هم خپلو ځانونو ته انفجار ورکړی.

د پروان ولايت ويانده مېرمن روشنا خالد بيا وايي، چيٍ په دې يو ساعته جگړه کي چي د ولايت مقام په ودانۍ کي روانه ول ۱۷ تنه وژل سوي او ۳۰ تنه ټپيان سوي دي. د روشنا په خبره په وژل سو کسان د يو تن پوليس په شمول ټول د ولايت مقام کارکونکي دي.

جگړه نن د غرمې مخکي هغه مهال پيل سوه، کله چي د پروان ولايت مقام په لومړۍ دروازه کي يوه ځانمرگي بريد کونکي ځان والوزاوه او نور انډيوالان يې په دې وتوانده چي د ولايت مقام ته ځانونه دننه کړي.

د والي د وياندي په خبره په بريد کي چارواکو ته زيان ندی رسيدلی. د پيښي پرمهال د پروان والي بصيرسالنگي هم په ودانۍ کي دننه و.

د عيني شاهدانو په حواله ويل سوي، چي په لومړي سرکي د دفتر دباندي ډزي واوريدل سوي او تر هغه وروسته دوې لوي چاودني وسوي.

د وسله وال بريد پر وخت د نوموړي ولايټ والي عبدالبصير سالنگي هم د دفتر په ودانۍ کي دننه ؤ. نوموړي تر بريد وروسته په کابل کي طلوع تلويزيون سره په خبرو کي ويلي، چي دی په دفتر کي دننه دی.

پروان د کابل شمال ته په ۳۰ کيلومترۍ کي پروت دی.

په افغانستان کي د وسله والو مخالفينو وياند ذبيح الله مجاهد د دغه بريد پړه د خپلي ډلي په استازيتوب په غاړه اخيستې ده.

نجيب الله زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅکزی