1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناه غوښتونکو د دوسيو سیستم ته چا لاسرسۍ لاره؟

۱۳۹۷ خرداد ۱۰, پنجشنبه

د رسنیو د رپوټونو له مخې د مهاجرو او کډوالو په چارو کې د آلمان فدرالي اداره کې تر ۱۰۰ ډیرو موقتي کارکوونکو په میاشتو میاشتو د پناه غوښتونکو نژدې دوو میلیونو دوسیو ته لاسرسی درلود.

https://p.dw.com/p/2ygw7
Schild Bundesamt für Migration und Flüchtlinge (BAMF)
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د «ولت» او «نورنبرګه ناخریشتن» په نوم آلمانۍ ورځپاڼو د یوې ګډې څیړني رپوټ د پنجشنبې په ورځ خپور کړی دی. د دغه رپوټ پر بنسټ، دغه کسان په مجموع کې په هغو شاوخوا۳۵۰ کارځایونو پورې مربوط ول چې د «پاوله» په نوم د یوې پروژې په ترڅ کې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ م کلونو کې د مهاجرو له پاره د آلمان په فدرالي اداره کې پر موقتي دندو ګومارل شوي ول.

دغو کسانو دنده درلوده چې د پناغوښتونکو تر ۵۰۰ زرو ډیرې عامې دوسیې د اجراتو له پاره ترتيب او منظمي کړي، څو په راتلونکي کې د پریکړې په برخه کې آسانتیا رامنځته کړي. په دې توګه د «ماریاز الکترونیکي سیستم» له لارې د پناغوښتونکو دوسیو ته لاسرسۍ ممکن وو.

د مهاجرو او کډوالو په چارو کې د آلمان فدرالي ادارې (Bamf) ویلي دي چې دغو موقتي کارکوونکو د اړونده اطلاعاتو د حفاظت یا ساتنې لارښونه ترلاسه کړې وه. ادارې زیاته کړې ده: «په دې کې محرم یا پټو اسنادو ته هیڅ ډول لاسرسۍ» نه وو موجود، له همدې امله امنیتي ارزونې ته اړتیا نه وه.

په اپريل میاشت کې په کورنیو چارو وزارت کې د کيڼ اړخي فراکسیون د پارلماني سکرترې د یوې پوښتنې په جواب کې د آلمان له مسيحي سوسیال اتحاد څخه سټیفن مایر، ویلي وو: «بهرني کسان د معلوماتو د خوندیتوب په دليل د ماریاز Maris په نوم د پناه غوښتني سیستم ته لاسرسۍ نه لري».