1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پیړۍ تر ټولو اوږد خسوف را روان دی

۱۳۹۷ تیر ۲۹, جمعه

د روانۍ پیړې تر ټولو اوږد خسوف یا «د سپوږمۍ ترندي نیولو» پیښه را روانه ده. هغه څه چې دغه خسوف له نورو څخه جلا کوي هغه دا دي چې دا ځل به مریخ هم ځمکې ته په ډیره لنډه فاصله کې وي.

https://p.dw.com/p/31pBJ
Deutschland - Mondfinsternis
انځور: Getty Images/AFP/P. Stollarz

نړۍ د سپوږمۍ د ترندي نیونې یا خسوف له پیښې سره مخامخ کیدونکې ده چې د نړۍ په ډیرو برخو کې به د لیدو وړ وي. د آسیا، اروپا، افریقا، آسترالیا او د امریکا په ځینو برخو کې به خلک خسوف وويني.

د معلوماتو له مخې له نن څخه یوه اونۍ وروسته یعنې د راتلونکې جمعې په ورځ به چې د جولای میاشتې له ۲۷ نیټې سره برابره ده، سپوږمۍ به په بشپړه توګه ترنده ونیسي. په آلمان کې د خسوف وخت د شپې ۹ بجې او ۳۰ دقیقې او د شپې ۱۱ بجې او ۱۴ دقیقې اعلان شوې ده.

په آلمان کې دغه خسوف د «موفي ۲۰۱۸» په نامه یادیږي چې د نړۍ تر ټولو اوږده د سپوږمۍ ترندي نيولو یا خسوف پیښه به وي. دغه خسوف به ۱۰۳ دقیقې دوام ولري یعنې ۱۰۳ دقیقې به سپومۍ په بشپړه توګه ترندي نیولې وي.

د سپوږمۍ ترنده نیول یا خسوف څه دي؟

د ترنده یا خسوف هغه وخت پیښیږي کله چې سپوږمې خپل بشپړ پړاو ته رسیدلې وي یعنې سپوږمې مکمله شوي وي، او د لمر او ځمکې په نسبت د فضا په یوه خاص ځای کې موقعیت غوره کړي. په بل عبارت سپوږمۍ د ترندي په واسطه هغه وخت نیول کیږي کله چې ځمکه د سپوږمې او لمر ترمنځ تیره شي او په دې ترتیب سپوږمۍ ته د لمر د وړانګو د رسیدو مخه ونیول شي. په دې ترتیب سپوږمۍ د ځمکې تر سیورې لاندې راځي او د خسوف پیښه رامنځ ته کیږي.

Totale Mondfinsternis über Los Angeles
انځور: picture-alliance/dpa/R. Vogel

«موفي ۲۰۱۸» کومه ځانګړنه یا خواص لري؟

د سپوږمۍ د دغې پیښې له پاره کارول شوی «موفي ۲۰۱۸» نوم د سپوږمۍ نیولو د وخت پر اوږدوالي سربیره یو بل نجومی دلیل هم لري. د ستورو پیژندونکو د معلوماتو له مخې ټاکل شوې د خسوف له دغې پیښې سره به یوه بله نجومي پیښه هم په عین وخت کې پیښه شي. د روان کال د جولای میاشتې پر ۲۷ نیټه یعنې د خسوف په شپه، د ځمکې سیاره له خپل سور رنګه ګاونډي سیارې یعنې مریخ څخه مخکې کیږي او دقیقا په همدې موده کې د مریخ او ځمکې فاصله به په شدت سره ډیره کمه وي. د دغو دواړو سیارو د نژدیوالي له کبله، مریخ به په خپلې ډیرې رڼا سره ټوله شپه د لیدو وړ وي او د ټولو پام ځان ته کوي.