1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین د هوايي بالونونو په اړه څه په ډاګه شوي

۱۴۰۱ بهمن ۱۸, سه‌شنبه

وروسته له هغه چې د چین شکمن جاسوس بالون د امریکا په فضا کې وویشتل شو، اوس په کولمبیا کې یو کشف شوی دی. تر شا يې څه دي؟ پوښتنې او ځوابونه.

https://p.dw.com/p/4NCFh
                                                 امريکا د چين يو جاسوس بالون راغورولې
انځور: Chad Fish/AP Photo/picture alliance

د فبرورۍ مياشتي پر لومړۍ نېټه يو چينايي بالون د امريکا فضايي حريم ته ننوتلی وو او پنتاګون سمدستي وويل چې دا د چين بالون دی.

په متحده ایالاتو کې دغه پیښه يوازنۍ نه ده. چینايي بالونونه یوازې د امریکا په فضا کې الوتنه نه کوي. د دوشنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت په کولمبیا کې د چینايي بالون شتون تایید کړ او ويې ويل چې دا «سهواً» د لاتين امریکا حریم ته ننوتلی. په ۲۰۲۰م کال ورته الوتونکي څيزونه له چين څخه دوه ځلې د جاپان پر اسمان ليدل شوي دي.

روسيه: ناټو د هند او چين تر منځ «ستونزې» زيږوي

ایا دا لومړی ځل دی چې چینایي الوتونکی څیز د امريکا متحده ایالاتو پر آسمان را څرګندیږي؟

ځواب يې نه دی، د آلمان ZDF تلويزيون د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال درې ډوله بالونونه په ټوله امریکا کې پرته له کوم سرخوږي په هوا کي ښوریدل. د پنټاګون د معلوماتو له مخې، په وروستیو کلونو کې ورته شیان لیدل شوي، خو وروستی بالون د معمول په پرتله اوږده موده د دغه هیواد پر آسمان الوتنه کړي.

چین د امریکا له خوا د خپل بالون راغورځولو پر وړاندې څه ډول غبرګون ښیې؟

بیجینګ په رسمي ډول د بالون د راغورځولو په اړه احتجاج کړی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ژی فنګ د یو رسمي بیان له مخې، دغه رانسکورولو «د چین او امریکا د اړیکو د ثبات له پاره د دواړو خواوو هڅو ته جدي زیان رسولی دی.»

څېړونکي: امریکا دې له پاکستان سره همکاري وکړي، چې پر چین خپله تکیه کمه کړي

بیجینګ له واشنګټن څخه وغوښتل چې نور داسې اقدام و نه کړي، چې د چین ګټو ته زیان ورسوي. د بیجینګ په وینا، دا بالون یوه «ملکي فضايي بېړۍ» وه چې په ناڅاپي ډول په فضا کې «له کنتروله» وتلې او د امریکا فضايي حریم ته ننوتلې وه. چين ويلي دي چې دا بالون «د ملکي موخو له پاره کاريدی»

د چين د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو مرستيال وزير شي فنګ له امريکايي چارواکو سره تر خبرو مخکې
انځور: Phoenix TV/AP/picture alliance

د بالون د راغورځولو لامل څه و؟

د امریکا حکومت دغه چینايي جاسوسي بالون ته، د شکمن برید په سترگه گوری او وايې چې دا د امریکايي د پوځي تاسیساتو د کشفولو له پاره یو عملیات ول. د دې یو دلیل دا دی چې دغه هوايي بالون په مونتانا ایالت کې د هوايي ځواک یوې اډې ته نږدې موقعیت درلود، په کوم کې چې اټومي توغندي ICBMs له سرگلولو سره ذخیره کيږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې د امریکا په هوايي حریم کې مداخله «د نه منلو وړ» او «غیر مسؤلانه» ده. دغه بالون بيا د امريکا د ولسمشر جو بایدن په امر د تیرې شنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د فبروري ۴) د سويلي کارولینا د سواحلو په اوبو کې د امریکا د جنګي الوتکو له خوا رانسکور شو. په ورته حال کې، غوټه وهونکي د بالون د تخنیکي تجهیزاتو د راټولولو په لټه کي دي چې د فبرورۍ پر ۱۵ به بيا سنا ته معلومات وړاندي کړي.

د متحده ایالاتو Hagerstown  ,ولسمشر جو بایډن د چینايي بالون له راغورزولو  وروسته
انځور: Andrew Caballero-Reynolds/AFP/Getty Images

ولې بالونونه په ښکاره ډول لیدل کیږي؟

دغه شان بالونونه د ښوونځي د دريو بسونو په اندازه سترې وي. دوی په ټولیزه توگه د ځمکې له سطحې څخه له ۱۵ کيلومترو څخه تر ۳۷ کيلومترو پوري پورته الوتنه کوي.

په داسې حال کې چې دا د مسافر وړونکو الوتکو په پرتله خورا لوړ دی، کوم چې ۱۵ کيلو مترو څخه پورته الوتنه کوي او دا د سپوږمکیو په پرتله خورا ټیټه ده. هغه معمولاً له ۲۰۰ څخه تر ۶۰۰ کیلومتره پورته والي کې د ځمکې په مدار کې ګرځي. دغه چینایي بالون د ۱۸۰۰۰ مترو په لوړوالي کې وويشتل شو.

آیا بالونونه د جاسوسۍ له پاره مناسب دي؟

هو. هوايي بالونونه یو ارزانه او د موندلو یا کشف عملي وسیله ګڼل کیږي. هغه کولی شی د سپوږمکيو په پرتله  سترې سیمې په لنډو فاصلو او په روښانه ډول وگوري او ارزونه يې وکړي. په رادارونو او کمرو سمبال بالونونه د سړې جګړې پر مهال د امریکا او پخواني شوروي اتحاد له خوا د جاسوسۍ له پاره کارول شوي. بالون د چین او امریکا ډیالوګ ته زیان رسوي.

بایډن: موږ به د چین، روسیې او ایران د نفوذ د پراخیدو مخه ونیسو

دغې پيښې ته نړیوالې ټولنې څه ډول غبرګون ښوولی؟

آلمان د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ د مخ پر زیاتیدونکي کړکیچ په اړه اندېښنه لري. د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند د بهرنېو چارو سیاستوال مایکل روت د بالون معاملې ته «په راتلونکو کلونو کې د چین او متحده ایالاتو ترمنځ د مخ پر زیاتیدونکي شخړې« وړاندوینه کوي.

ایستلند، کاناډا او سویلي کوریا پياوړې دريځ نيولې. د ايستلند د بهرنیو چارو وزیر ارماس رینسالو پر ټویټر لیکلي، چې هغه د «امریکا د ملي حاکمیت د دفاع» ملاتړ کوي. د هغه سیال جستین ترودو او پارک جین، ورته څرګندونې وکړې.

اروپايي اتحادیه زړه نازړه وه. د یکشنبې په ورځ د دوي په یوه بیان کې ویل شوي چې د هوايي حریم امنیت او ساتنه د ملي امنیت مسله ده او دا د اړوندو هېوادونو مسئولیت دی.