1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین په فابریکه کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۷ تیر ۲۲, جمعه

د چین په جنوب لوېديځ کې د کیمیاوي موادو په صنعتي پارک کې د کمیمیاوي موادو په یوه فابریکه کې چاودنې ۱۹ کسان وژلي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي. په چین کې یو شمیر حادثو د خوندیتوب د معیارونو په اړه پوښتنې را ولاړې کړې.

https://p.dw.com/p/31N5S
China Sichuan Explosion in Chemiefabrik
انځور: picture-alliance/Imaginechina/T. Jinghao

د چین دولتي رسنۍ شینهوا د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د چین په جنوب غرب کې پروت د سیشوان په ولایت کې ځايي چارواکو په یوه تولیدي فابریکه کې د چاودنې په اړه پلټنې پیل کړي دي. د یادې رسنۍ په حواله په دې چاودنه کې ۱۹ کسان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

شینهوا دولتي رسنۍ د پیښې په هکله ویلي دي چې چاودنه د پنجشنبې په ورځ ناوخته یبین په نامه ښار او په ځايي وخت د ماښام پر ۶ نیمو بجو د یبین هینګدا ټکنالوجي د شرکت په ودانۍ کې شوې. د دې ښار چارواکو ویلي دي چې په دې پیښه کې ۱۲ تنه نور ټپیان دي او روغتون ته د درملنې له پاره لیږدول شوي. چارواکو د ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه ښوولی دی.

په عین وخت کې د سیشوان په نامه یوې چینايي ورځپاڼې بیا په خپل رپوټ کې لیکلي چې د اور له کبله د پیښې سیمې ته څیرمه درې نورې ودانۍ هم تخریب او د شاوخوا ودانیو ښیښې ماتې شوي دي.

China Sichuan Explosion in Chemiefabrik
انځور: picture-alliance/XinHua

په وروستیو کلونو کې د چین د کیماوي موادو په سکتور کې تر یو شمیر چاودونو وروسته، د نړۍ د کیمیاوي موادو تر ټولو ستر صادرونکي هیواد چین د صنعتي سکتور د خوندیتوب د معیارونو په هکله اقدامات پيل کړي.

په ۲۰۱۵م کال کې د کیمیاوي موادو په یوه ګودام کې چاودنې ۱۶۵ کسان ووژل. سربیره پر دې، تیرکال د چین په شاندونګ ښار کې د کیمیاوي موادو په یوه بله فابریکه کې چاودنې د اتو کسانو ژوند اخیستی وو.

زیاته شوې ده چې د یبین هینګدا ټکنالوجي په دې شرکت کې چې د پنجشنبې په ورځ د اور په لمبو کې له منځه ولاړ، د خوراکي توکو او درملو د سکتور له پاره یې کیمیاوي مواد چمتو کول.