1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چیک لومړی وزیر: یوه مهاجر ته به هم پناه ور نه کړو

۱۳۹۷ شهریور ۲۶, دوشنبه

په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه د مهاجرینو د منصفانه ویش په هڅه کې ده، د چیک جمهوریت لومړي وزیر اندري بابیس ویلي چې هیواد به یې مهاجرینو ته پناه ور نه کړي. دغه اروپايي هیواد د مهاجرینو پر وړاندې سخت سیاست لري.

https://p.dw.com/p/34z6S
Tscheschien Prag - Andrej Babis bei Gedenkfeier der Niederschlagung vom Prager Frühling 1968
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان خبري آژانس «ډي. پي. اې» د چیک جمهوریت د لومړي وزیر اندري بابیس له قوله لیکلي چې مهاجرینو ته د هغه د هیواد د نه پناه ورکولو پریکړه نهايي ده. په عین حال کې د «Pravo» په نامه یوې ځايي ورځپاڼې په خپله یوه خپره شوې مرکه کې د چیک جمهوریت د لومړي وزیر له قوله په واضح توګه لیکلي چې په نړیواله کچه د مهاجرت د ناورین پر مهال به هم چیک جمهوریت خپلې خاورې ته د مهاجرینو د راتګ اجازه ورنه کړي.

لومړي وزیر بابیس همدا راز ویلي چې د مهاجرینو د پناه ورکولو په برخه کې هیڅ راز استثنا وجود نه لري. د هغه په خبره که هغوی د مهاجرت د یوه نړیوال کړکیچ له امله مهاجرت کوي او یا هم د سوریې یتیمیان وي، هیواد یې هیچا ته پناه نه ورکوي. نوموړي په دې مرکه کې ټینګار کړی چې موږ ولې هغوی [مهاجرینو] ته پناه ورکړ؟ زموږ په هیواد کې هم یتیمان موجود دي او موږ غواړو هغوی ته یو ښه ژوند برابر کړو.

د بابیس په قول د هغه هیواد د مهاجرینو کړکیچ ته په پام سره، اروپايي ټولنې او نورو هیوادونو ته چې د مهاجرت له کړکیچه ځوریږي، مالي مرستې ورکوي. نوموړي په دې مرکه کې همدا راز ویلي چې پراګ د سوریې او ترهګرۍ ځپلو نورو هیوادونو ته مالي او طبي مرستې ورکړي دي او دا لړۍ به همدا راز ادامه ولري. نوموړي په مرکه کې ټینګار کړی چې زموږ موقف واضح دی. موږ به یوه مهاجر ته هم په خپله خاوره کې پناه ور نه کړو.

Tschechien Wahl Andrej Babis
انځور: Reuters/D.W. Cerny

د چیک لومړي وزیر بابیس همدا راز ویلي چې د اروپايي ټولنې ټولو غړو هیوادونو ته هم باید دغه پیغام په ښکاره توګه ورسوي چې دوی د ناقانونه مهاجرت خلاف دي او دا چې د کښتیو له لارې اروپا ته رسیدلي مهاجرین باید بیرته اخراج کړل شي.

لومړي وزیر بابیس همدا راز زیاته کړې چې هغه د اروپايي ټولنې د هغه ګام مخالف هم دی چې غواړي د مهاجرت د موضوع له کبله پر هنګري او پولنډ باندې د بندیزونو وضع کولو پر موضوع خبرې وکړي. نوموړي په دې مرکه کې ویلي: «زما دا خبره خوښه نه شوه چې اروپايي ټولنه غواړي پر هنګري او پولنډ باندې د بندیزونو په هکله خبرې وکړي.» هغه زیاته کړې چې څوک په دې پوهیږي چې د درواغو خبرونو له کبله به چیک جمهوریت هم په راتلونکې کې له دغه راز خطرونو سره لاس او ګریوان وي. دا په داسې حال کې ده چې د چیک جمهوریت په څیر هنګري او پولنډ هم د مهاجرت په تړاو د اروپايي ټولنې د سیاست سره مخالفت لري.

زموږ له آرشیف څخه: