1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادپاکستان

د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارو ارزښت لا کم شوی

۱۴۰۱ تیر ۲۸, سه‌شنبه

د سې شنبې پر ورځ د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت په بې سارې توګه لوېدلی دی. له بلې خوا بیا د پاکستان پخواني لومړي وزیر په دې هیواد کې د مخکې له وخته ټاکنو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4EMdE
Pakistan | Rupee
انځور: Imago stock&people

د پاکستان د مرکزي بانک معلومات ښيي چې د ډالرو پروړاندې پاکستانۍ روپۍ په مارکیټ کې ۲۲۳ کلدارو ته ټېټه شوې. د پاکستان د پولې تبادلې د بنسټ مشر ظفر پاراچا د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «د پاکستان پولي واحد له تېرو دوو ورځو خپل ارزښت له لاسه ورکوي. په دې موده کې د یوه ډالر پر وړاندې پاکستاني پولي واحد یوولس روپۍ خپل ارزښت بایللی دی.»

د پاکستان د معلوماتو وزیرې مریم اورنګزیب، بیا په پاکستان کې سیاسي بې ثباتۍ د دغه هیواد د پولي واحد د ارزښت د ټیټیدو تر شا یو اصلي لامل ښوولی دی. هغې د سه شنبې په ورځ وویل: «سیاسي بې ثباتي په هېواد کې اقتصادي بې ثباتی رامنځ ته کړې ده.»

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، چې د روان کال په اپریل میاشت کې له واکه ګوښه شو، د دوشنبې په ورځ په دې هیواد کې د مخکې له وخته ټاکنو غوښتنه وکړه. د هغه ګوند تر دې مخکې د پنجاب ایالت ټاکنې ګټلې وې.

خان پر خپل ټویټر ټولیز رسنۍ لیکلي دي: «هره بله لاره به لا ډیر سیاسي بې ثباتۍ او لا ډیر اقتصادي ګډوډوۍ ته ورسیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې اورنګزیب بیا ټینګار کړی دی چې د پاکستان اوسنۍ ائتلافي حکومت به خپله دوره پشپړه کړي. هغې ویلي دي چې حکومت یې له ډیوالي کیدو څخه د پاکستان د ژغورلو له پاره سختې پریکړې کوي.

د پیسو نړیوال صندوق تیره میاشت وویل چې پاکستان ته یې د شپږو میلیارده ډالر پور پر سره لومړنۍ موافقه کړې ده. په دې اړه خبرې اترې تر دې مخکې په پاکستان کې د سیاسي ګډوډیو له کبله دریدلې وې.

آژانسونه