1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډاکتر ناکامورا د وژنې په تړاو دوه تورن کسان نیول شوي

۱۳۹۸ آذر ۱۸, دوشنبه

د ننګرهار چارواکو ويلي چې په دغه ولایت کې یې د جاپانۍ مرستندویه موسسې د مشر ډاکټر تيڅو ناکامورا او د هغه د پنځو افغان همکارانو د وژنې په تور دوه کسان نیولي دي.

https://p.dw.com/p/3UTIv
Afghanistan l Japanischer Arzt Tetsu Nakamura bei einem Angriff getötet - Trauer in Jalabad
انځور: Reuters/Parwiz

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل نن، دوشنبه (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر ۹ نیټه) یوې خبري ناستې ته وویل، چې د ډاکتر ناکامورا د وژل کېدو پېښې د ښې څېړنې په موخه له مرکزه هم یوه تخنیکي ډله را رسېدلې او دوی به په ګډه دغه پېښه په جدیت او پام سره وڅېړي.

والي وويل چې د ناکامورا له وژل کېدو وروسته ولایتي ادارې هڅې ګړندۍ کړي، څو د پېښې عاملین ونیسي او قانون ته یې وسپاري. والي شاه محمود میاخېل تر دې دمخه رسنیو ته ویلي وو، چې د ناکامورا د وژل کېدو پلان له هېواده بهر ترتیب شوی و. خو هغه په دې اړه نور جزيات او معلومات په ډاگه نه کړل.

د ننګرهار د پولیسو مشر ايمل نیازي هم ویلي چې د دوو نیول شویو تورنو کسانو له کورونو یې یوه اندازه وسلې، مهمات او نظامي یونیفورم هم تر لاسه کړی دی.

قومندان نیازی وايي، د دغې قضیې د ښې څېړنې هڅې ګړندۍ دي، چې جزیات به یې وخت پر وخت له رسنیو سره شریکوي.

په همدې حال کې د ننګرهار چارواکو کوز کونړ کې د ناکامورا له لوري جوړ شوی ۲۷کیلومتره کانال او ۱۲سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی پارک د ډاکتر تیڅو ناکامورا په نوم تصویب او د منظورۍ له پاره کابل ته استولی دی.

ډاکتر تيڅو ناکامورا چې د څو مياشتې مخکې ورته د افغانستان افتخاري تابيعت هم ورکړل شوی وو، تېره چارشنبه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې له پنځو افغان کارکوونکیو سره یو ځای په ډزو ووژل شول. د هغه پر وژنه په هېواد کې او له هېواده بهر سخت غبرگونونه وښوول شول.

د ننګرهار چارواکي داسې مهال د ډاکټر ناکامورا د وژل کېدو په تړاو د دوو کسانو د نیونې خبر ورکوي، چې همدا نن مرکز جلال اباد کې یو شمېر ښځینه مدني فعالانو د لاریون په ترڅ کې له چارواکیو د ناکامورا د وژونکو د نیونې تر څنګ د هدفي وژنو او انسان تښتوونې پېښو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

لاریونوالو په سمبولیک ډول له ځانه سره یو تابوت هم لېږداوه او پیغام یې ورکاوه، چې د ننګرهار د امنیت جنازه یې پورته کړې ده.

د کور ښځینه بهیر مشرې او د مظاهرې سمبالګرې مقدسې احمدزۍ وویل، د ننګرهار امنیتي چارواکي د هدفي وژنو او د انسان تښتونو پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د هغې په وینا که انسان تښتوونې او هدفي وژنې همداسې دوام وکړي، نو پر ولسي وګړیو به د ژوند کړۍ نوره هم ورتنګه شي.

اميد ديدار، ننگرهار