1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ږوب په شيراني کي ترافيکي پيښي ۲۰ کسان ووژل

۱۴۰۱ تیر ۱۲, یکشنبه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د يکشنبې په ورځ ېوې درې ته د یوه مسافروړونکي بس د لويدو په پيښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي دي. د لومړنيو معلوماتو پر اساس پيښه د بس چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4DZrC
Pakistan Dera Ghazi Khan | Verkehrsunfall Bus
د آرشیف انځور - د پاکستان د پنجاب ایالت دیره غازې خان انځور: Emergency Service Rescue 112/AP Photo/picture alliance

دغه ترافيکي پيښه د پاکستان په سويل لويديځ، د بلوچستان ایالت د ږوب په شیراني ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د آلمان خبري آژانس له اسلام آباده د چارواکو له قوله ليکي چې په دغه بس کې له ديرشو ډیر مساپر سپاره ول او پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د بس چلوونکي د بس کنټرول له لاسه ورکړ.

يوه سیمیز چارواکي مهتاب شاه وويل چې په پيښه کې ۱۲ نور کسان ټپيان شوي دي. تر لاسه شوي لومړني معلومات ښي چې پيښه په لامده سړک د بس چلوونکي د چټک سرعت له کبله رامنځ ته شوې ده.

شاه زیاته کړه چې دغه بس له اسلام آباد کوټې پر لور روان وو او په کې سپاره کسان ټول بالغ نارینه ول.

زیاته شوې چې د ژغورنې ډلې د پيښې ځای ته رسيدلي د مړو جسدونه ېې موندلي او ټپيان يې نژدې روغتون ته رسولي دي. په ټپيانو کې د اکثرو روغتيايي وضعیت سخت ښودل شوی او د دې احتمال شته د مړو شمیر لوړ شي.

په پاکستان کې د ترافيکي پيښو رامنځ ته کيدل چې ځينې وخت لوړ تلفات هم لري، معمول دي. خراب سړکونه، د موټرو زوړوالی او د موټرچلونکو بې احتیاطي د ترافيکي پيښو د رامنځ ته کیدو ستر عوامل ښودل کیږي. 

د جون په اتمه د بلوچستان په سیف الله کلا سیمه کې له سړکه لاندې ژورې ته د یوه موټر د غورځيدو په پيښه کې ۲۲ کسان مړه شوي ول.

آ/م.ک.ص./ا.ا.