1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍ

د ښځو د نړیوالې ورځې په وياړ د دویچه ویله خپروني

۱۳۹۷ اسفند ۱۷, جمعه

دویچه ویله د ښځو د نړیوالې ورځې په وياړ بیلابیلې خپرونې لري. د هغوی له ډلې څخه تر ټولو مهمه یې د فیسبوک د یوه کانال جوړول دي. په دې خپرونو کې په بیلابیلو ټولنو کې د ښخو پر وضعیت باندې خبرې کیږي.

https://p.dw.com/p/3EfT5
Facebook DW Women

دویچه ویله د مارچ پر اتمه نیټه د فیسبوک يو کانال چې د «‌ډي دبیلو ښځې» یا (DW Women) نوميږي جوړ کړ. د دویچه ویله مدیر مسولې اینس پول، په دې اړه وویل: «د ښځو پیاوړي کول د دویچه ویله یو له بارزو ځانګړتیاو څخه ده. په فیسبوک کې زموږ نوې پاڼه دا موضوع په راتلونکې کې لا پسې روښانوي.»

په دویچه ویله کې د ښځو د چارو مسوولي واسنا فیشر، وویل چې دغه پاڼه د خپل رسمي فعالیت تر پیلولو مخکې ۳۴۴ زره «فالور» یا دوامداره لیدونکي لري.

په دې پاڼه کې به بیلابیلې خپرونې چې «د ښځو انلان بحث» او «ګلوبل سوسایتي» پکې شامل دي، خپرې شي. د فیشر په خبره دغه پاڼه به د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د ښځینه شخصیتونو د ژوند یو لند انځور وړاندې کړي.

هغې زیاته کړه چې د «امپکت» په نوم یوه خپرونه کې به داسې کسان معرفي شي چې د خپلو انتقادي عقایدو له کبله له ګواښ سره مخامخ دي.

متنوع خپرونې

د «‌ډي دبیلو ښځې» پاڼه به د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د «ویدیوبلاګرانو» په اختیار کې وي او هغوی ته به د دې امکان ورکړي چې هره اوونۍ خپل نظرونه مطرح کړي او د ښځو د وضعیت او په خپلو ټولنو کې د تابوګانو په اړه خبرې وکړي.

په دې کانال کې به پر دې سربیره په بیلابیلو هیوادونو کې د اشتغال د وضعیت، ښوونې او روزنې، د ښځو د پرمختګ له پاره د مساوي چانسونو، چاپیریال، سنتونو او نسلونو د کړکیچ په اړه بحثونو ته اهمیت ورکړل شي.

د نړۍ په ډیرو سیمو کې ښځي ځپل کیږي. دغه ښځې له نادارۍ او توپیري چلن څخه کړیږي. په عین حال کې بیا ډیر کسان د دغه توپیري چلن د له منځه وړلو او د ښځو او نارینه وو د حقونو د برابرولو له پاره کار کوي.

دویچه ویله د دغو کسانو او د ښځو د حقونو د نورو فعالانو چې د خپلو عقایدو له کبله خپل ژوند له ګواښ سره مخامخوي، غږ نړیوالو ته رسوي.