1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل او واشنگټن تر منځ پر پوځي همکاريو بحث

۱۳۹۰ مرداد ۳۰, یکشنبه

کابل او واشنگټن دې ته نژدې سوي، تر څو داسي يو تړون لاسليک کړي چي له مخي يې په افغانستان کي نه يوازي امريکايي پوځي روزونکي او کارپوهان، بلکي ځانگړي ځواکونه او پيلوټان هم تر ۲۰۲۴ کاله پوري پاته سي.

https://p.dw.com/p/12KtF
افغان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما
افغان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا جمهوررئيس بارک اوباماانځور: AP

برتانوۍ ورځپاڼه، ديلي تلگراف ليکي، چي که داسي يوه هوکړه وسوه نو امريکايي ځواکونه کولای سي چي تر ۲۰۲۴ ميلادي کاله پوري په افغانستان کي پاتي سي.

د ورځپاڼي په خبره « دداسي يوې توسعې د امکان په صورت کي به ايران خپله نارضايتي وښيي، چي په خصوصي توگه يې پاکستان ته ښودلې ول.»

سربيره پردې، دغه تړون کيدای سي چي په افغانستان کي دننه هم ستونزي لا پسي ډيري کړي. په ځانگړې توگه د وسله والو طالبانو سره د جوړ جياړي په لاره کي.

دافغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل چي عملاً اوس پيل سوي بايد د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري بشپړسي. خو اوس داسي ويل کيږي، چي ددغه ځواکونو ايستل به په افغانستان کي په رواني حالاتو اړه ولري.

ورځپاڼه زیاتوي، چي ډيری کارپوهان پدې نظر دي، چي امريکا غواړي، پاکستان، ايران او چين ته نژدې خپل پوځي حضور وساتي.

د سرچيني په خبره، دواړي خواي وايي چي په رسمي توگه به دوی دې موافقې ته د بن کنفرانس تر جوړيدو دمخه ورسيږي. ټاکل سوې ده چي دغه کنفرانس به د روان کال د ډسمبر په ميشات کي جوړ سي.

په امنيتي چاروکي د ولسمشر حامد کرزي سلا کار رنگين دادفر سپنتا د ديلي تلگراف ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي، چي پدې لاره کي د پام وړ پرمختگ سوی.خو د امریکا رسمي مقاماتو ويلي، چي که ډسمبر تر مياشتي دغه وهکړه و نسي ډيري نا اميدۍ به را منځ ته کړي.

ورځپاڼه د امريکايي چارواکو په حواله ليکي چي خبره په افغانستان کي د امريکانو پر لس کلن حضور باند ده.

په افغانستان کي د روسيې سفير اندري اويتيسيان، د تلگراف ورځپاڼي راپورته په کتو سره ويلي، چي د افغانستان لپاره نور ډير داسي څه سته چي سوله او ثبات ور په برخه کي نه پوځي شتون.

د هغه په خبره« د افغانستان سره بايد اقتصادي مرسته وسي او سوله ورته را وستل سي، نه پوځي آډې. پوځي اډې سوله نسي راوستلای.»

هغه زياته کړې، چي «زه نه پوهيږم دغه پوځي اډې د څه دپاره اړيني دي. که د تروريزم په وړاندي جگړې بريالی سوې وي او اوس سوله او ثبات راځي نو پوځي اډې بيا د څه دپاره دي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم