1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په ځانمرګي بريد کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله رسيدلې

۱۳۹۷ تیر ۳۱, یکشنبه

د کابل په ننۍ ځانمرګي بريد کې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکي وايي بريد له ترکيې څخه کابل ته د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د راستنيدو پر مهال د کابل هوايي ډګر ته څيرمه شوی دی.

https://p.dw.com/p/31sut
Afghanistan Kabul Bombenanschlag
انځور: Reuters/O. Sobhani

د فرانسې خبري آژانس په حواله، تر دغه بريد وروسته لوړپوړو دولتي چارواکو، سياسي مشرانو او د جنرال دوستم پلويانو چې د  دوستم هرکلي په موخه د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته راغلي ول، هڅه وکړه چې د چاودنې له سيمې خپلې پښې سپکې کړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نجیب دانش په دې اړه وويل: «دغه ځانوژونکي بريد د يوه کس له خوا چې پلی روان وو ترسره شوی چې په کې لس کسان وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي.»

دانش زياته کړه چې په وژل شويو او ټپيانو کې د ماشومانو په ګډون ملکي افراد او امنيتي ځواکونه شامل دي.

د دوستم وياند بشير احمد تينيج وويل چې جنرال دوستم ته په دغه بريد کې زيان نه دی رسيدلي.

په دې اړه اسوشتيد خبري آژانس په خپل رپوټ کې د دانش له قوله ليکلي دي چې ځانمرګی بريد لږ وروسته له هغې ترسره شو چې د جنرال دوستم د موټرو کاروان له سیمې څخه تير شو.

جنرال دوستم نن کابل ته ستنيږي

دوستم په ۲۰۱۷م کال کې وروسته له هغې ترکيې ته ولاړ چې د جوزجان پخواني والي احمد ايشچي د هغه پر وړاندې د تاوتريخوالو او جنسي ځورونې تورونه ولګول او د عدالت غوښتنه يې وکړه.

دوستم په داسې حال کې له ترکيې څخه نن افغانستان ته راستون شو چې د هغه په زرونو پلويانو د څو اوونيو راپديخوا د افغانستان په شمال کې سخت لاريونونه په لاره واچول. له دولت څخه د دغو مظاهره کونکو له غوښتنو څخه يوه یې له ترکېې څخه بيرته افغانستان ته د دوستم راوستل وو.

په اصل کې د دوستم پلويانو دغه لاريونونه وروسته له هغې پيل کړل چې په فارياب ولايت کې د دوستم يو قوماندان نظام الدين قیصاري د حکومتي ځواکونو له خوا ونيول شو.

د رپوټونو په حواله قومندان قيصاري اوس په کابل کې بندي دی او حکومت ويلي دي چې د هغه او د دوستم پر وړاندې د احمد ايشچي د دوسيو څيړنې په خپل حال د اړوندو ادارو له خوا ادامه ولري.

strs-emh-mam-amj/sm/ م ک ص