1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په يوه مسجد کې چاودنې مشهور امام وژلی

۱۳۹۸ خرداد ۳, جمعه

يوه وتلي اسلامي عالم او ۱۶ نورو لمونځ کوونکو ته د جمعې لمانځه پر مهال د دغې چاودنې له کبله مرګژوبله اوښتې ده. دغه خبره چارواکو کړې ده.

https://p.dw.com/p/3J0mg
Anschläge in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/H. Sabawoon

د چاودنې علت سمدلاسه څرګند نه وو، خو د کابل په ختيځ د التقوا په مسجد کې رامځ ته شوې چاودنې مولوي ريحان وژلی دی چې د دغه جومات امام وو.

د جمعې ورځې لمانځه ته په تېره د روژې په مياشت کې ډېر کسان ورځي. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي دي: «له بده مرغه مولوي ريحان شهيد شوی او ۱۶ نور لمونځ کوونکي ټپيان شوي هم دي.»

چاودنه کې مشهور ديني عالم هم وژل شوی

د پوليسو وياند، فردوس فرامرز، د فرانسې خبري اژانس ته دغه خبره تائيد کړې ده چې ښاغلی ريحان وژل شوی او ويلي يې دي چې د چاودنې د څرنګوالي او لامل په اړه څېړنې پيل شوې دي.
ځايي رسنيو ويلي دي چاودنه د يوه بم وه. د التقوا مسجد امام او ديني عالم ښاغلی ريحان په کابل کې شهرت درلود، ځکه چې په ځايي ټلويزيونو کې به د ديني خپرونو همېشنی مېلمه وو.
په داسې حال کې چې په کابل کې د شيعه ګانو پر زيارتونو او غونډو باندې په پر له پسې توګه بریدونه شوي دي، ښاغلي ريحان په سني مذهب پورې اړه درلوده.
د ښاغلي ريحان پر فيسبوک پاڼې باندې داسې يو عکس هم خپور شوی دی چې دی پکې د افغان امنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی. تر دې دمه د بريد پړه کومې ډلې منلې نه ده.

(N.S/N.Z(dpa,afp