1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کردانو د ځپلو په برخه کې امريکا ترکیې ته خبرداری ورکړی

۱۳۹۷ آذر ۲۲, پنجشنبه

د ترکیې ولسمشر په سوریه کې د کردي جنګیالیو د ځپلو اعلان کړی دی. امریکا بيا ترکي ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه راز یو اقدام به د داعش ډلې د لمنځه وړلو هڅې ناکامه کړي.

https://p.dw.com/p/3A0WA
Donald Trump und Recep Tayyip Erdogan  NATO Treffen
انځور: picture-alliance/dpa/C. Licoppe

امریکا متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې ۱۲ نیټه) ترکيې ته د سوریې په شمال کې د کردي جنګیالیو د ځپلو په موخه د پوځي عملیاتو د پيل په اړه خبرداری ورکړی او وايي چې دغه راز یو اقدام د منلو نه دی.

د پنتاګون یا د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند قوماندان سیان روبرتسن وویل: «د هر اړخ له لوري چې د سوریې په شمال ختیځ کې پوځي عملیات او په ځانګړې توګه هغي سيمي ته څيرمه چې امریکايي پوځي پرسنول هم پروت وي، د ژورې اندیښنې موضوع ده.»

روبرتسن وویل چې واشنګټن د ترکیې د پولو امنیت ته ژمن دی خو یادونه یې وکړه چې د کردانو د خلکو د قطعاتو (YPG) په مشرۍ د امریکا له ملاتړه برخمن د سوریې دموکراتیک ځواکونه د اسلامي دولت یا داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د مبارزې په برخه ژمن ملگري دي.

روبرتسن په خپلو خبرو کې داعش ډلې ته په اشارې سره وویل چې موږ باید اجازه ورنکړو او نه شو کولی چې اجازه ورکړو څو په دې حساس وخت کې اسلامي دولت ډله بیا تازه نفس واخلي، که چیرته دغه کار وشي نو په دې توګه موږ د داعش ډلې پر وړاندې له خپلو متحدینو سره ترلاسه شوې خپلې ګډې لاسته راوړنې په خطر کې اچوو او د یادې ډلې د بیا غښتلي کیدو ګواښ را ژوندی کوو.

Syrien Rebellen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Faysal

پر دې ټولو سربیره ترکیه بیا د کردانو د خلکو د قطعاتو (YPG) جنګیالي د کردستان د خلکو د ګوند (PKK) د یوې څانګې په توګه پیژنې. د کردستان د خلکو د ګوند (PKK) جنګیالي د ترکیې له خوا د یوه ترهګریز سازمان په توګه پیژنې او د سوریې په ځینو برخو کې د دغو جنګیالو حضور ته د یوه ګواښ په توګه ګوري.

په نيژدې راتلونکې کې د ترکیې پوځي عملیات

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنتاګون دغه څرګندونې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان تر څرګندونو څو ساعتونه وروسته کیږي. اردوغان په خپلو څرګندونو کې ویلي ول چې ترکیه به په نیږدې راتلونکې کې د کردانو د خلکو د قطعاتو (YPG) د جنګیالیو پر وړاندې پوځي عملیات وکړي.

په ترکیه کې د دفاعي سکتور په یوه غونډه کې اردوغان وویل: «موږ به په راتلونکو څو ورځو کې د بیلتون پاله ترهګرو له شتونه [د سوریې] د فرات ختیځه برخه پاکه کړو.» اردوغان همدا راز وویل چې زموږ هدف هیڅکله هم د امریکا متحده ایالت نه دي.