1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کم سنه مهاجرو د لادرکه کيدو يو لامل له اخراجه ويره ده

۱۳۹۷ بهمن ۹, سه‌شنبه

په آلمان کې هر کال څو زره راغلي بې سرپرسته کم سنه مهاجر، د لادرکه شوو په توګه ثبتيږي. ډيری دغه ماشومان آلمان ته تر رسيدو وروسته خپلو خپلوانو يا د اعتماد وړ نورو کسانو سره يو ځای کيږي او يا هم د اخراج له ويرې ځانونه پټوي.

https://p.dw.com/p/3CNku
Deutschland - Symbolbild Minderjährige Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

په وروستيو کلونو يا د اروپا د مهاجرت بحران پر وخت کله چې په سونو زره مهاجر دغې وچې ته ورسيدل، په دې منځ کې په لسونو زره کم سنه مهاجر هم په يوازې سر آلمان ته داخل شول. له دغو ماشومانو څخه ځيني يې آلمان ته تر رسيدو او يا تر يوې مودې اقامت وروسته لادرکه شوي دي. د آلمان د جنايي ادارې د ارقامو له مخې د ۲۰۱۷م کال په لومړيو کې څه باندې ۸۴۰۰ کم سنه مهاجر د «لادرکه شوو» په توګه ثبت شوي ول چې دغه رقم د ۲۰۱۹م کال په پيل کې شاوخوا ۳۲۰۰ ته کښته شوی دی.

د «آلمان د بې سرپرسته کم سنه پناه غوښتونکو له ټولنې» (بي يو ام اف) څخه توبياس کلاوس وايي چې د دغو کډوالو په ارقامو کې د کمښت رامنځ ته کيدل په دې معنی نه دي چې نور دغه پناه غوښتونکي نه لادرکه کيږي. هغه وايي: «ارقام په ښکاره توګه راټيټ شوي. دليل يې دا دی چې په ورستيو کې په ښکاره توګه لږ شمير بې سرپرسته کم سنه پناه غوښتونکي آلمان ته داخل شوي دي.»

انديښنې لا هم نه دي رفع شوي

د «آلمان د بې سرپرسته کم سنه پناه غوښتونکو ټولنې» له خوا په يوه ترسره شوې نظر پوښتنه کې چې تر اوسه نه ده خپره شوې، د ځوانو پناه غوښتونکو له لادرکه کيدو څخه خبره کوي. دغه سازمان له نژدې ۷۲۰ تنو داسې کسانو سره چې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو په څانګه کې کار کوي مرکې کړي او له هغوی څخه يې د نورو مواردو تر څنګ د بې سرپرسته کم سنه ماشومانو د لادرکه کيدو په اړه هم پوښتنې کړې دي. مرکه کوونکو د تيرکال په پرتله ډير داسې ځوابونه ورکړي چې د تنکيو ځوانو پناه غوښتونکو لادرکه کيدل په تکرار سره پيښيږي.

کلاوس په دې اړه وايي: «له ځوابونو څخه داسې ښکاري چې اکثره تنکي ځوانان په آلمان کې د اوسيدو په لومړيو وختونو او همدارنګه د پزيرش د لومړني پړاو په بهير کې له موقتي هستوګنځايونو څخه لادرکه شوي دي. په ۲۰۱۷م ميلادي کال کې ۳۲،۲ سلنه ځواب ورکونکو ويلي ول چې دغه پديده ځېنې وخت تر لوړې کچې رامنځ ته شوې ده. په ۲۰۱۸م کال کې دغه ارقام ۳۵ سلنه وو.»

خو د اقامت په راتلونکو پړاونو کې د تنکيو ځوانو پناه غوښتونکو د لادرکه کيدو پيښې د ۲۰۱۷م کال په پرتله په ښکاره ډول زياتې شوي دي. په وروستيو څيړنو کې هم ښکاره شوې ده چې د ځوانانو د چارو ۲۰،۱ سلنې کارکونکو ويلي دي چې تنکي ځوان پناه غوښتونکي کله کله او يا هم په اغلب ډول لادرکه کيږي. د يوکال مخکې نظرسنجۍ کې دغه ارقام ۱۴،۱ سلنه ول.

تنکي ځوانان ولې لادرکه کيږي؟

دا چې تنکي ځوانان ولې لادرکه کيږي ځواب ورکونکو يې د تيرو کلونو په څير اصلي دليل دا په ګوټه کوي چې اکثره هغه پناه غوښتونکي چې د ۱۴ او ۱۷ کلونو تر منځ عمرونه لري له خبرولو پرته، په اروپا يا په آلمان کې ميشتو خپلو خپلوانو يا هم د خپل اعتماد وړ نورو کسانو ته ورځي. په نورو مواردو کې بيا ډيری بې سرپرسته کم سنه پناه غوښتونکي د اوږدې مودې له پاره لادرکه نه دي پاته شوي، بلکي دوی بيرته د لادرکه شوو افرادو له ليست څخه ايستل شوي دي. ښايي يو دليل يې دا وي چې دوی خپلو خپلوانو سره تر يوې مودې اوسیدو وروسته بيرته پیدا شوي دي.

له اخراج څخه ويره

د «آلمان د بې سرپرسته کم سنه مهاجرو ټولنې» (بي يو ام اف) نظرپوښتني، د تنکيو ځوانو پناه غوښتونکو د لادرکه کيدو دوهم احتمالي دليل د ښې راتلونکې نه شتون په ګوته کوي. کلاوس په دې اړه وايي: «ډیری کسان له اخراج څخه ويره او په راتلونکې کې د ځان په اړه د بې برخليکۍ احساس لري.»

د آلمان د جنايي ادارې د آمارو پر اساس، د ثبت شوو کسانو له ډلې چې بيا وروسته لادرکه شوي دي، ډيری يې افغانان دي. دغه افغانان په پر له پسې توګه ځان د اخراج له خطر سره مخامخ احساسوي. دغه راز مراکشي او الجزايري کم سنه پناه غوښتونکي کوم چې په آلمان کې د پاتېدو تر ټولو لږ چانس لري، هم د نور هيوادونو د پناه غوښتونکو په پرتله ډير لادرکه کيږي.