1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز د سقوط په هکله د حقیقت موندنې هیئت خپل رپوټ وړاندې کړ

حسين سيرت۱۳۹۴ آبان ۳۰, شنبه

د کندز د سقوط په هکله د حقیقت موندنې هیئت، خپلې څیړنې اعلان کړې. دغه پنځه کسیز پلاوې د ملي امنیت د پخواني مشر امرالله صالح او د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردک، له لوري رهبري کیده.

https://p.dw.com/p/1HA35
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د دغه هیئت د ارزونو پایلو ښوولې ده چې د کندز ښار د یوې دسیسي په پایله کې سقوط نه دی کړی. د دغه هیئت مسوولینو ویلي دي چې د خپل رپوټ د چمتو کولو پر مهال یې له عادي خلکو او او دولتي چارواکو سره مرکې کړي دي.

د حقیقت موندنې هیئت د میزان یا تلې میاشتې پر ۱۸مه نېټه کار پیل کړ او نن د شنبې په ورځ (د عقرب/لړم ۳۰مه) یې خپل کار بشپړ کړ. د کندز ښار د روان لمریز کال د میزان په شپږمه سقوط وکړ او څو ورځې د طالبانو په ولکه کې وو.

امرالله صالح د شنبې په ورځ په یوه خبري کانفرانس کې وویل چې د حقیقت موندنې هیئت د کندز د سقوط د دلایلو د روښانه کولو له پاره ۲۰۰۰ پاڼې اسناد راټول کړل. د هغه په وينا د څیړنو په پایله کې یې یو ۲۰۰ مخیز رپوټ حکومت ته وسپاره. صالح وویل چې په دغه رپوټ کې د افغانستان د امنیت شورا نیمگړتیاوې او خلاوې په څرگند ډول بیان شوي دي.

د کندز د سقوط عوامل

د حقیقت موندنې هیئت ویلي دي که چیرې حکومت د کندز ښار چار چاپيره نا امنه ولسوالیو ته توجه کړې وای، طالبانو نه شو کولای چې د ښار مرکز ته پرمختگ وکړي. هغه زیاته کړه: «د کندز ښار د سقوط له عواملو څخه یو هم د طالبانو په لاس د چهاردرې او دشت ارچي ولسوالیو سقوط ته د دولت بې تفاوتي وه.»

دغه دوې ولسوالۍ د سپرلي په موسم کې د طالبانو لاس ته ولویدې او د دغې ډلې جنگیالیو آن د ښار تر نزدې سیمو پرمختگ وکړ. صالح په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «درې بشپړې میاشتې طالبان د ځایي پولیسو پر وړاندې وجنگیدل، ځایي پولیس یې له منځه وړل او په دغه ځای کې حکومت له ځایي پولیسو دفاع نه کوله. بیا وروسته طالبان د جگړې تیت او پرک کولو ته مخه کوي او ملي اردو په مختلفو ځایونو کې بوختوي. کله چې زموږ اصلي ځواک پاشل کیږي، طالبان له نفوذ څخه هم کار اخلي. ځایي پولیس هم سخت ستړي کوي او له ختیځ څخه تر آقتاش، پورې پرمختگ کوي او دې پلو دولت هم کمزوری کیږي او طالبان ښار ته ننوځي.»

د امنیت شورا پر عمل باندې نیوکه

د حقیقت موندنې د هیئت په رپوټ کې د افغانستان د ملي امنیت شورا چې ولسمشر یې په راس کې قرار لري، عمل تر نقد لاندې نیولی دی. امرالله صالح وویل چې د امنیت شورا ناسم عمل د کندز د سقوط له دلایلو څخه یو دی. هغه زیاته کړه: «ستره ناکامي په رهبرۍ کې ده.»

د حقیقت موندنې د رپوټ په یوه برخه کې راغلي دي چې: «د کلیدي امنیتي او دفاعي بنسټونو لکه د ملي امنیت مشاوريت، د دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزرات، د ملي امنیت عمومي ریاست او د محلي ارگانونو د خپلواکې ادارې له لوري د گواښ د اندازې، د دښمن د قوت، د خپل ځواک تحلیل او له ننگونې سره د مقابلې په هکله برداشت او دلیل له یو بل سره توپیر لري.»

په رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې د رهبرۍ کمزورتیا د کندز د سقوط یو له اصلي دلایلو څخه دی، ځکه چې د پولیسو او اردو په سلگونو نقیله وسایط د طالبانو لاس ته لویدلي وو او څوک نه وو چې د کندز د سقوط پر مهال امنیتي ځواکونه، په اساسي ډول رهبري او مدیریت کړي.

د حقیقت موندنې د هیئت په باور ځیني نور عوامل هم د کندز په سقوط کې شامل وو. د دغه هیئت یوه غړي ایوب رفیقي وویل چې د ځمکو غاصبین او د قدرت مافیا د قضیې تر شا وو او د کندز ښار د سقوط باعث گرځیدلي.

د دغه هیئت څیړنې ښيي که چیري امریکایي ځواکونو پر طالبانو بمبارۍ نه وای کړې، ښایي د کندز هوایي ډگر هم طالبانو نیولی وای.