1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز د ټاکنو د کمیسیون سیمه ییز مشر ووژل شو

مسعود جهش (دویچه ویله، آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۲۷, چهارشنبه

موټر سایکل سپرو وسله والو کسانو د چهارشنبې په ورځ د کندز ولایت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سیمه ییز مشر وواژه. له دې سره د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د امنیت په اړه اندیښنې لا پسې ډیرې شوې دي.

https://p.dw.com/p/19jrS
انځور: DW

د کندز والي انور جګدلک، له دویچه ویله سره په یوې ځانګړې مرکه کې د دغه ولایت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز مشر امان الله امان، وژل کیدل تایید کړل. هغه وویل: «نن سهار زموږ د انتخاباتو رییس [د ټاګنو د خپلواک کمیسیون مشر] د دوو کسانو له خوا ووژل شول [...] دې سړي [د ټاکنو د کمیسیون مشر] بل هیڅ کوم جرم نه لاره او یوازې یې غوښتل چې د افغانستان او راتلونکو ټاکنو له پاره خدمت وکړي.»

جګدلک روښانه کړه چې د کندز د ټاکنو د کمیسیون مشر په برید کې لومړۍ ټپي شو او بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. هغه د دغه برید پړه پر هغو کسانو باندې واچوله چې په خبره یې «نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي او ټاکنې تر سره شي.»

ویل شوي دي چې امان الله امان، د ناپیژندل شویو وسلوالو کسانو له خوا د هغه د کور مخې ته په مرمیو ویشتل شوی وو. دی د راتلونکو ټاکنو له پاره د نوماندانو د نوم لیکنې د بهیر تر پیلیدو وروسته، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لومړنی چارواکی دی چې د وسله والو له خوا وژل کیږي.

په افغانستان کې د دوشنبې په ورځ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر پیل شو. ټول هغه کسان چې غواړي په دغو ټاکنو کې خپل ځانونه ونوموي باید د راتلونکې میاشتې تر شپږمې نیټې پورې خپل نومونه ثبت کړي.

د کندز ولایت د والي ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «امان نن سهار [د چهارشنبې په ورځ سهار] د خپل کور مخې ته هغه وخت وویشتل شو چې د خپل دفتر په لور روان وو. پر هغه باند دوو کسانو چې پر موټر سایکلونو باندې سپاره ول ډزې وکړې. امان الله امان د دې پېښې په ترڅ کې تر ټپي کیدو وروسته په روغتون کې مړ شو.» د کندز ولایت د پولیسو مرستیال بیا ویلي دي چې امان هغه وخت ووژل شو چې له خپلو ساتونکو پرته د خریدارۍ له پاره بازار ته تللی وو.

«مرستې ته اړتیا لرو»

د کندز ولایت والي وویل چې په دې ولایت کې امنیتي وضعیت په نسبي ډول ښه دی، خو هغه روښانه کړه چې افغان استخباراتي سازمانونه هغو وسایلو ته لاسرسی نه لري چې وشي کولای په مرسته یې د ترهگرو د بریدونو مخه ونیسي.

اوس مهال په کندز ولایت کې آلماني ځواکونه میشت دي خو پلان شوې ده چې دغه ځواکونه به هم په افغانستان کې د میشتو نورو بهرنیو ځواکونو په څیر د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له دې ولایت او افغانستان څخه ووځي. د کندز ولایت والي په دې اړه وویل: «افغاني استخبارات هغو وسایلو ته چې باید لاسرسی ولري، نه یې لري. بهرني ځواکونه هم تر اوسه پورې همکاري کوي خو دوی هم د وتلو په حال کې دي.»

له دې کبله چې د پلان له مخې باید ټول بهرني ځواکونه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه په تدریجي ډول ووځي، په کندز کې میشت آلماني ځواکونه لومړۍ په مزارشریف کې خپل اډې ته ورځي او بیا له هغه ځایه بیرته خپل هیواد ته ستنیږي. د کندز والي په دې اړه چې له ولایت څخه یې بهرني ځواکونه وځي اندیښنه څرگنده کړه او ویې ویل چې له دې سره کیدای شي په «کندز کې یوه تشه رامنځ ته شي.»

که څه هم کندز ولایت په نسبي ډول د افغانستان له آرامو ولایتونو څخه شمیرل کیږي، خو په دې ولایت کې وسله وال مخالفین وخت نا وخت بریدونه ترسره کوي. کندز له تاجکستان سره هم گډه پوله لري نو له دې کبله د دې ولایت له لارې د مخدره توکو ډیر قاچاق هم ترسره کیږي چې له کبله یې د کندز ولایت امنیت ته تاوان اوړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب