1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کورنيو په راتګ کي ځنډ د مهاجرو په ادغام کي خنډ دی»

۱۳۹۶ آذر ۳, جمعه

د کارپوهانو يوې ډلې ويلي چي مهاجرو ته د هغوی د کورنۍ په رابللو کي ځنډ د دغو مهاجرو په ادغام کي خنډ دی. کارپوهان وايي چي مهاجر د خپلې کورنۍ په تړاو اندېښنو له کبله ژبه هم ژر زده کولای نه سي.

https://p.dw.com/p/2o8xZ
Symbolbild Flüchtlinge Familiennachzug in Deutschland
انځور: picture-alliance/PIXSELL/D. Puklavec

په داسي حال کي چي په آلمان کي د مهاجرو د کورنيو د رابللو پر موضوع بحثونه تاوده دي، کارپوهانو يو راپور خپور کړی دی. هغوی ويلي دي چي په آلمان کي اوسېدونکو مهاجرو ته بايد د هغوی کورنۍ راوبلل سي.

د ادغام په برخه کي کارپوهانو دغه غوښتنه په داسي حال کي کيږي چي د آلمان حکومت په ۲۰۱۶م کال کي پريکړه وکړه چي د ۲۰۱۸م کال تر مارچ مياشتي پوري دي د دويمي درجې قبولي لرونکي پناه غوښتونکي کورنۍ نه سي راغوښتل کيدای. د آلمان ځيني محافظه پال سياستوال د دغې مودې د تمديد غوښتنه هم کوي.

د مهاجرو د ادغام په تړاو د څېړنې پايلي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د نوامبر ۲۳مه نېټه) په برلين کي خپرې سوې. دغه څېړنه د ادغام او مهاجرت له پاره د آلماني بنسټ د کارپوهانو شورا له خوا سوې ده. څېړونکو د خپلې څېړنې په راپور کي ليکلي دي چي له مهاجرو سره د هغوی د کورنيو د يوځای کېدو په ترڅ کي خنډونه د مهاجرو په ادغام کي هم خنډونه ګرځي.

د څېړنې په ترڅ کي ۶۲ پناه غوښتونکي پوښتل سوي چي د سوريې، افغانستان، سوماليا، پاکستان او لوېديځ بالکان هيوادونو دي. په راپور کي ويل سوي دي چي د خپلې کورنۍ د نژدې خپلوانو د راتګ په تړاو «د نا معلوم برخليک او په اړه يې اندېښنې» د مهاجرو پر ورځني ژوند اغېز لري، ځکه هغوی پر خپل ادغام تمرکز کولای نه سي.

په راپور کي راغلي دي چي ادغام بايد تل په کورني چوکاټ کي کتنه وسي. کارپوهانو د دې غوښتنه هم کړې ده چي د پناه غوښتنې د دوسيو د څېړلو پروسه بايد چټکه سي. د هغوی په آند د خپلې اقامې په تړاو ناډاډمنتيا هم د مهاجرو په ادغام کي خنډ ګرځي. د دغې څېړني په تر سره کولو کي د رابرټ بوش بنسټ هم برخه لرله.

A.A/N.Z(EPD,dpa)

زموږ له ارشيف څخه: