1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو راتگ د آلمان د اقتصاد په گټه دی

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آذر ۹, دوشنبه

اکثره خلک فکر کوي چې آلمان ته د مهاجرو له راتگ سره د دغه هیواد اقتصاد ضربه ویني، په داسې حال کې چې اعداد او شمیرې ښیې چې د کډوالو له راتگ سره د آلمان اقتصاد ته گټه رسیږي.

https://p.dw.com/p/1HEn2
انځور: Getty Images/J. Koch

په همدا ورستیو کې د آلمان د اقتصاد پورې اړوند خپرو شوو شمیرو له مخې د کال په دریمه ربع کې د اروپا د دغه پياوړي اقتصاد درلودونکي هیواد په اقتصادي وضعیت کې ښه والی لیدل کیږي. د دې دلیل د کډوالو راتگ، د مستهلکینو په خریدارۍ کې ډیروالی او د حکومت له خوا د کډوالو له پاره پيل شوې پروژۍ ښودل شوې دي.

د کارپوهانو به خبره آلمان پر یو داسې اقتصادي قدرت د بدلیدو په حال کې دی چې خپله توجه یې یوازې د صادراتو برخې ته نه ده اړولی، بلکه په داخل کې هم د اقتصادي بوختیا د ډیرولو هڅه کوي. د اقتصادي چارو کارپوه کارسټین برسیز وایې: «بالاخره د آلمان اقتصاد هم هغسې شوې دی کوم چې بین المللي انتقاد کونکو یې فکر کاوه، یعنې په سیمه ییزه کچه یو متحرک اقتصاد. لږ تر لږه د کال د دریمې ربع له راپور څخه خو همداسې معلومیږي.»

د منځني ختیځ له هغو هیوادونو چې په کورنۍ جگړه کې ښکیل دي، په ځانگړي توگه د سوریې او عراق څخه په سلگونه زره مهاجر اروپا ته رسیدلي دي. اکثره دغه کډوال غواړي چې په لویدیځ او شمالي اروپایې هیوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي. د نورو اروپایې هیوادونو په پرتله د کډوالو په برخه کې د المان د حکومت دریځ یو څه نرم دی. په دغه هیواد کې اوس هم په سلگونه زره مهاجر ژوند کوي.

د سږکال له جولای څخه تر سپټمبر میاشتې پورې د اعداد او شمیرو له مخې د آلمان په داخلي ناخالص تولید (GDP) کې صفر اعشاریه دری سلنه زیاتوالې راغلې دی. همدارنگه د شخصي کورنو د پير او پلور په برخه کې له جولای څخه مخکې دریو میاشتو په پرتله ۰،۶ سلنه ډیروالی راغلی دی. په دولتي مصارفو کې هم دری سلنه ډیروالی رامنځته شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه ستیفن کیپار وایې چې د آلمان د حکومت له خوا د مهاجرینو له پاره په لاره اچول شوې پروژو د اقتصاد حرکت گړندی کړی دی، که څه هم دا «یو کوچنې، خو نا اټکل شوې پرمختگ دی.»

د صدراعظمې انگلا میرکل گوند مسیحي دیموکرات اتحاد-CDU له حاکم گوند څخه آرمن لاسشیت، حکومتي پلانونه د تیرو څو کلونو په جریان کې له وړاندیز شوو لویو پلانونو څخه بللي دي.

مخکې تر دې بین المللي مالي موسیساتو د هغو له جملې څخه د پیسو نړیوال صندوق(IMF)، اروپایې کمیسیون او د ایرو زون نورو هیوادونو هم له آلمان څخه غوښتي وو چې خپله اضافي سرمایه په داسې شکل سره مصرف کړي چې گټه یې ټولې اروپا ته ورسیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب