1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو لپاره کار: له خبرو تر عمله

Srinivas Mazumdaru/ ستار جهش۱۳۹۴ مهر ۲۵, شنبه

آلمان ته د راتلونکو کډوالو د اوسني کړکیج د حل له پاره دا غوښتنه شوی ده چې کډوالو ته باید دندې پیدا شي. خو کارپوهان وایي چې دا یو سخت او اوږد مهاله کار دی.

https://p.dw.com/p/1GpoK
Flüchtlinge Deutschland
انځور: Reuters/F. Bensch

تمه کیږي چې لږ تر لږه ۸۰۰ زره پناه غوښتونکي به یوازې په همدې کال کې آلمان ته راشي. د جنګ زپلو او غریبه هیوادونو څخه آلمان ته د ډله ډله کډوالي راتگ د دې هیواد د اقتصاد په اړه اندیښنې ډیرې کړي دي. د آلمان فرانکفورته الیګماین څایتنګ «Frankfurter Allgemeine Zeitung» مجلې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې د آلمان حکومت پر یو کډوال په یوه کال کې ۱۳۰۰۰ یورو مصرفوي.

که چیرې آلمان ته د راتلونکو کډوالو شمیر په دې کال کې ۸۰۰ زرو ته ورسیږي بیا به نو پر کډوالو مصرف ۱۰ بیلیونه یورو ته رسیږي. په همدي حال کې د آلمان حکومت دی هیواد ته د راتلونکو کډوالو له پاره په ۲۰۱۶ کال کې د ۶ بیلیونه یورو بودیجه اختصاص کړي ده. سره له دې چې ځینې رپوټونه وایي چې حکومت د کډوالو د کړکیج د حل لپاره مالیات لوړوي خو د صدراعظمې انګلا میرکل ادارې دا څرګندونې رد کړي دي.

Deutschland Symbolbild Flüchtlinge Gewalt gegen Frauen und Kinder
انځور: Getty Images/AFP/C. Stache

د ستونزو د کمولو لار

د کډوالو د مصارفو د لوړوالي له کبله د دې غوښتنه وشوه چې کډوالو ته باید ژر تر ژره د کار کولو زمینه برابره شي. په دې کار سره ځینې خلک وایي چې کډوال به یواځې د آلمان پر اقتصاد بده اغیزه و نکړي بلکه د اقتصاد په ودې کې به هم مهم رول ولوبوي.

په آلمان کې د زیږدون ټیڼې کچې او مخ په زړښت نفوس ته په اشاره سره ځینې کارپوهان وایي چې د کډوالو پر مخه د کار د مارکیټ دروازي پرانیستل یو معقول کار دی.

د آلمان صنعتي مشران لکه د دایملر (بینز) کمپنې مشر دیتر سیچه هم چمتووالی ښودلی چې کډوالو ته دندې او د زدکړو زمینه برابره کړي.

سره له دې هم د کډوالو له پاره په آلمان کې کار پیدا کول اسانه کار نه دی. تمه کیږي چې آلمان به سږ کال د ډیرو خلکو د پناه غوښتنلیکونه ومني او د هغه کسانو شمیر چې د وظیفې لټولو په وخت کې له دولت څخه مرستې تر لاسه کوی به هم له ۲۴۰ زره کسانو څخه ۴۶۰ زرو کسانو ته لوړ شي. او په څلورو کلونو کې کیدای شي دا شمیره یو میلیون کسانو ته ورسیږي چې د دندې لټولو پر مهال له دولت څخه ټولنیزې مرستې تر لاسه کوي.

د مسلکونه توپیر

سره له دې چې د آلمان صنعت د کاریګرو له کموالي سره مخ دی خو بیا دا چې کډوال نه شي کولای کار پیدا کړي یوه حیرانوونکي خبر ده.د کولن اقتصادي پلټنو انیستیتوت په یوه رپوټ کې چې تیر کال خپور شوی، راغلي چې آلمان په ساینس، تکنالوژي، انجینیري او ریاضي برخو کې ۱۱۷۳۰۰ مسلکي کاریګرو له کمښت سره مخامخ دی او دا کمښت به په ۲۰۲۰ کال کې څه کم یو میلیون کسانو ته ورسیږي. کارپوهان دا هم وایي چې ځیني پناه غوښتونکي نه شي کولای د مسلکي کاریګرو ځاې ډک کړي.

له دویچه ویله سره د سویدن د کار په مارکیټ کې د کډوالو د ادغام په اړه په خبرو کې د ستاکولم پوهنتون یو اقتصاد پوه تینو سانانداجي، وویل چې د سویدن د اوسیدونکو په پرتله په کډوالو کې د بیکارې کچه لوړه ده.

دې کارپوه وویل چې د سویدن په شان په یوې مسلکي او پر پوهنې ولاړه اقتصادي ټولنه کې د کار کولو لپاره زدکړه، کارې تجربه او پر ژبو پوهیدل ډیر مهم دي. سانانداجي وایي چې د سوريي څخه راغلو کډوالو له ډلې څخه فقط له ۹ څخه تر ۱۰ سلنه یي د پوهنتون اسناد لري.

یو اوږد بهیر

Bildergalerie Von Bagdad nach München
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

د لندن په کالج پوهنتون (University College London) کې د اقتصاد استاد او څیړونکې کریسشین دستمن، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا آلمان ته د کډوالو د راتګ بهیر په دې هیواد کې پر اقتصاد کومه مثبته اغیزه لري او که نه؟ وویل چې اوس د دې پوښتنې د ځواب له پاره وخت شته.

هغه دویچه ویله ته وویل: «موږ اوس په دې نه پوهیږو چې د کومو خلکو د پناه غوښتنلیکونه به د کال تر پاې پوري ومنل شي. همداراز موږ د کډوالو د تعلیماتو په اړه هم ډیر کم معلومات لرو، خصوصا د هغو کډوالو د تعلیم په اړه چې له سوریي څخه راځي.»

دې اقتصاد پوه همداراز زیاته کړه: «د همدي لپاره باید موږ د هغوي د اقتصادي ادغام په اړه له څرګندوونو سره ډیر محطاط واوسو.»

دستمن همدا راز وایي چې د کډوالو له پاره د وظیفو پیدا کولو بهیر به ډیر اوږد وي. هغه زیاتوي: «دا یوازي د ژپې زده کړې پورې اړه نه لري او د نورو اړخونو سربیره دا هم مهمه ده چې د وظیفو د مارکیټ په حالت پوه شو او سمې وظیفې پیدا کړو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب