1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو پر کمپونو حملې ډیرې شوي دي

AG/ ستار جهش۱۳۹۴ مهر ۱۸, شنبه

په آلمان کې چارواکو د کال له پیل څخه تر اوسه په دې هیواد کې د کډوالو پر کمپونو د حملو ۴۹۰ قضیې ثبت کړي. اور اچوونې او تعصبې لیکنې د دي پیښو بیلګې دي. د تشویش وړ خبر دا ده چې د دې پیښو عاملین مکرره مجرمین نه دي.

https://p.dw.com/p/1GmBa
Deutschland Brand in künftiger Flüchtlingsunterkunft Ebeleben
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، د جمعې په ورځ یوه مرکې کې وویل چې د کال له پیل څخه تر اوسه په دې هیواد کې د کډوالو پر کمپونو د حملو ۴۹۳قضیې ثبت شوي، چې د تیر کال د حملو په پرتله دو برابره ډیروالې ښيي.

«فونک میدیا ګروپ» نومو ورځپاڼو سره په وینا کې د المان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، وویل: «موږ د کډوالو پر ضد د حملو د ډیریدو شاهد یو او دا د «آلمان لپاره د شرم خبره ده.»

د تشویش وړ خبره دا ده چې د دې حملو له دري برخو څخه دوه برخې یي د آلمان د هغو عادي اوسیدونکو له خوا تر سره شوي چې هیڅ ډول جرمي سوانح نه لري. د حمله کوونکو دریمه برخه بیا پولیسو سره د افراط ګرایي او یا نورو جرمونو سوانح لري.

دیمیزیر زیاته کړه: «زما په اند د هغو کسانو د شمیر ډیریدل چې له تاوتریخوالي کار اخلي خطرناکه دې او بده وینا، بې احترامی او د کرکې لیکنې دا ټول تاوتریخوالو ته لا لمن وهي.»

د کورنیو چارو وزیر همدا راز وویل: «تر یو لنډې مودي دمخه ما دا فکر هم نه کاوه چې یو څوک به یو عام ځاې کې داشان خبرې وکړي. دا د یو مدنې حرکت نه لرې حالت دی.»

«د کډوالو بې ساری بهیر»

له هغو کډوالو څخه چې له جګړو، غریبي او تاوتریښوالي تښتیدلي دي د ډیری آلمانیان د بې ساري هرکلي سره هم داسې نښی نښانې شته چه دا هیواد د کډوالو د بې ساري بهیر د کابو کولو توان نه لري. داسې اټکل شوې چې سږ کال به شاو خوا ۸۰۰۰۰۰کډوال آلمان ته راځي چې د تیر کال په پرتله څلور برابره ډیروالی ښيي. د سپتمبر په میاشت کې په یوه ورځ کې تر ۱۰۰۰۰کډوال هم آلمان ته راغلي دي.

د شپیګل خبري مجلي په یوه رپوټ کې راغلي چې د صدراعظمې مرستیال زیګمار ګبریل او د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتانمیر ویلي چې د دې حالت دوام د زغملو وړ نه دی.

هغوې د شپیګل خبري مجلي ته په دې رپوټ کې لیکلي: «موږ په اوږدمهاله کې نه شو کولې هر کال له یو میلیون څخه ډیر کډوال ومنو. د مرستو لپاره د آلمانیانو د نه پرتله کیدو وړ چمتوالي سره سره بیا هم موږ باید د هغو لارو په لټه شو چې آلمان ته د کډوالو بهیر کمزوری کړای شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب