1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

«د کیم جونګ اون ورور د سي آی ای مامور وو»

۱۳۹۸ خرداد ۲۲, چهارشنبه

د مالیزیا په هوایي ډګر کې د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون، د ناسکه ورور قتل تر نن ورځې پورې یوه معما پاتې شوې. اوس د «وال ستریت ژورنال» ورځپانې لیکلي چې کیم جونګ نام څو وارې د »سي آی اې« سازمان له مامورينو سره لیدلي وو.

https://p.dw.com/p/3KDPe
Mutmaßlich Kim Jong Nam, Bruder von Nordkoreas Diktator Kim Jong Un
انځور: picture alliance/AP Photo/S. Kambayashi/W. Maye

د شمالي کوریا د رهبر ناسکه ورور کیم جونګ نام چې په ۲۰۱۷ م کال کې په مالیزیا کې ووژل شو د «وال ستریت ژورنال» ورځپانې په حواله د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې «سي آی ای» مامور وو.

نوموړي ورځپاڼې د یوه باخبره سرچينې په حواله لیکلي دي چې کیم جونګ نام، له وژل کیدو مخکې څو وارې د امریکا له استخباراتي مامورينو سره لیدلي وو. کیم جونګ نام چې د ډیر وخت له پاره د خپل پلار کیم جونګ ایل، ځای ناستی ګڼل کیده د ۲۰۱۷م کال په فیبروري کې د کولالمپور په هوایي ډګر کې په زهرجنو موادو ووژل شو.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د «باخبره سرچنې» په حواله ویلي دي چې کیم نام د امریکا له استخباراتي سازمان سره اړیکه لرله، خو د دې اړیکې ډیر جزئیات نه دي څرګند شوي. د دې رپوټ پر بنسټ کیم جونګ نام د دې له پاره مالیزیا ته سفر کړی وو، څو د «سي آی ای» سازمان له خپل ارتباطي کس سره وويني.

دې روځپاڼې د امریکا متحده ایالاتو حکومت د څو تنو پخوانیو استازو له قوله لیکي چې په احتمالي توګه کیم جونګ نام، په داسې یو موقعیت کې قرار نه درلود چې «سي آی اې» ته د شمالي کوریا د داخلي چارو د جزویاتو په هکله خبر ورکړي. ځکه هغه ډیر وخت له هیواد څخه د باندې ژوند کړی وو او په هیواد کې یي د واک هیڅ کومه سرچينه نه درلوده.

د کیم جونک نام تر قتل وروسته دوه ځوانې ښځې له ویتنام او انډویزیا څخه تر نیول کیدو وروسته محاکمه شوې. دواړو ادعا وکړه چې د شمالي کوریا جاسوسانو تیر ایستلي او په دې کار یي لاس پورې کړی دی.

دغو دواړو ښځو وویل چې فکر یي کاوه چې د یوې تلویزوني شبکې د نمایش له پاره طنز اجرا کوي. دغه دواړه ښځې بیا وروسته د مالیزیا د څارنوالۍ له خوا د قتل په تور کې بی ګناه وګڼل شوې او آزادې شوي.

د کیم جونګ نام قتل اوس هم یوه معما پاتې ده. تر دې قتل وروسته د شمالي کوریا څلور شکمن کسان ډیر ژر له مالیزیا څخه ووتل. سویلي کوریا د دې قتل پړه پر شمالي کوریا ور اچوي، خو پیونګ یانګ بیا دغه تورونه ردوي.

sn/ms