1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګوانتانامو افغان زنداني آزادیږي

۱۴۰۰ مهر ۲۴, شنبه

په ګوانتانامو زندان کې د افغان زنداني اسدالله هارون ورور رومان وايي چي د دوی کورنۍ ډيره خوشاله ده؛ ځکه چي د هغه په ورور لګول شوي تورونه ثابت نه شول او دروغ و. ټاکل شوې امریکا متحده ایالات دغه زنداني آزاد کړي.

https://p.dw.com/p/41lg0
Kuba USA Guantanamo Bay Leben im Lager
انځور: Getty Images/J. Moore

د اسدالله هارون مور او پلار هم ډېر خوښ وو، کله چي دوی ته د نوموړي په هکله ښه خبر ور ورسيد. د پيرياډيک ريوي بورډ په دې غونډه کې دا پريکړه شوې چي پر اسدالله هارون باندې لګول شوي تورونه ثابت نه شول او هغه بې اساسه دي.  دا بورډ د امريکا د شپږو لويو استخباراتي ادارو څخه جوړ دی. په کيوبا هيواد کې د امريکا لخوا جوړ شوي زندان ګوانتانامو کې دا ناسته په کال کې څو ځله د بنديانو په هکله ليدنې او څيړنې کوي او بيا خپل نظرونه وړاندې کوي.

د لومړي ځل کډوال کيدو راهيسې اسدالله هارون او د هغه کورنۍ د افغانستان اسلامي حزب مرکز او د افغان کډوالو کيمپ د خیبرپښتونخوا په شمشتو کې ژوند کوي؛ خو اسدالله هارون او د هغه کورنۍ په هارون لګول شوي تورونه کله هم نه دي منلي.

د ناستې ټولو ګډونوالو پر دغه خبره توافق کړی چې اسدالله هارون په اسلامي حزب کې لوړپوړې دنده نه درلوده او نه يې خپله څه فکري يا ښکاره کارونه د حزب لپاره کړي.

د خپره شوې حکمنامې پر بنسټ هارون غواړي چې را روان ژوند خپلې کورنۍ سره ښه تير کړي. د ناستې ګډونوالو دا خبره هم کړې چې اسدالله په زندان کې ډير وخت تعليمي او نورو زدکړو هلو ځلو کې تيروي.

Kuba USA Guantanamo Bay Leben im Lager
انځور: Getty Images/U.S. Navy/S.T. McCoy

ناستې په پای کې دا غوښتنه کړې چې که اسدالله هر هيواد ته ځي نو هغه هيواد به دوی ته دا باور ورکوي چي اسدالله به په راتلونکي کې ترهګريزو فعاليتونه نه کوي.

د امريکې شپږ لويو استخباراتي ادارو غړي په دې سره سلا شوي چې د دوی هيواد له پاره اسدالله هارون هيڅ خطر نه دی.

څه موده وړاندې په ګوانتانامو زندان کې ۷۸۰ بنديان ول چې نن سبا پکې ۳۹ پاتې شوي. په يوه بندي د امريکې هيواد لخوا د کال ۱۱ ميلين ډالره خرڅ کيږي.

د امريکا پخواني ولسمشر باراک اوباما څو ځلې د ګوانتانامو زندان د تړلو وعده وکړه خو تراوسه دا زندان ندی تړل شوی او پخوانی ولسمشر په خپلو وعدو کي پاته راغلی.

د اسد هارون په شمول دولس بنديان د لګول شوو تورونو څخه ازاد شوي خو بيا هم د بند نه د خلاصيدو په انتظار کې په ګونتانامو کې پراته دي او شپې او ورځې سبا کوي.

 دغه بنديان د يمن هيواد اوسيدونکي دي، چيرته چې سياسي وضع ښه نه ده او هيڅ څوک امريکا ته ډاډ نشي ورکولی چې دغه بنديان به د ستنيدو نه وروسته هيڅ ډول ترهګريزو افرادو او ډلو سره به اړيکې نه ساتي خو اسد هارون ته دا ډول محدوديتونه نشته۔

د تري ډي سنټر مشر کلايئو اسټيفورډ اسمت د اسدالله هارون وکيل دی. اسد هارون سره د کلايئو پرون يو نيم ساعت خبرې شوي دي. نوموړي ډې ډبليو ته وويل چي اسد هارون په دغه خبره ډير خوشال شو چې په هغه لګول شوي تورونه غلط ثابت شول. کلايئو زياته کړه چې دی اوسمهال ډيره هڅه کوي چې امريکا په دې مجبوره کړي چې اسدالله هارون زر تر زره د بند نه خلاص کړي او هغه خپل کور ته ولاړ شي او خپلې پنځلس کلنې لور سره يوځای شي کومه چي د اسد هارون‌د نيول کيدو په وخت کي د دوو مياشتو وه.

د اسد الله هارون وکیل د نوموړي له خولې ډي ډبلیو ته وویل، له ډېر وخت راهيسې په ګوانتانامو زندان کي بندي دی او په اړه يې هيڅ کوم ثبوت نشته. دی غواړي چي د خپلې کورنۍ سره يو ځای شي. ځکه چي نوموړي له خپلې کورنۍ څخه لرې ډېر وخت تېر کړی او اوس غواړي چي پاته عمر ټول له خپلې کورنۍ سره تېر کړي. نوموړی وايي چي زما په اړه شوې پريکړه دا معنی نه لري چي زه به همدا نن په الوتکه کي کينم او کور ته به لاړ شم خو پکار ده چي همداسې وشي.

امریکا متحده ایالاتو څه موده وړاندې د ګوانتانامو زندان د ۳۹ زندانیانو له ډلې څخه د دوو تنو د آزادولو پریکړه وکړه چې پکې اسدالله هارون هم شامل دی. اسدالله هارون چې اوس ۴۰ کلن، د ۲۰۰۷م کال راهیسې په دغه بند کې زنداني دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوسمهال د نوموړي د قبولونکي هیواد سره په خبرو اخته دی ترڅو هغه قبول او تر څار لاندې یې ولري.

داسې ښکاري چې د ولسمشر جو بایډن اداره غواړي چې له ګوانتانامو زندان څخه نور زندانیان هم آزاد کړي، داسې زندان چې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو یې د بندولو هوډ څرګند کړی وو.

زموږ له آرشیف څخه: