د یونان په خطرناکو مهاجر کمپونو کې د ښځو ژوند
۱۳۹۷ مهر ۲۹, یکشنبهد یمن اوسیدونکې شل کلنه امل په خپل هیواد کې د ښځو له پاره پر کمو فرصتونو سربیره د تاوتریخوالي له پیښو تښتیدلې او اوس په یونان کې د مهاجرت شپې او ورځې سبا کوي. د کړاونو تر سخت سفر وروسته، هغه د یونان ليسبوس ټاپو ته رسیدلې ده. هغې فکر کاوه چې بلاخره يې د یونان په دغه ټاپو کې هغه آزادي ترلاسه کړې، چې تل به يې په هکله فکر کاوه. خو د دې برعکس، هغه د یونان موریا کمپ ته انتقال کړل شوه، هغه کمپ چې پکې د ژوند شرایط ډیر خراب دي. د امل په خبره دغه ځای د ځمکې پر سر دوږخ ته ورته دی.
د یونان موریا کمپ د مهاجرو له پاره د ژوند د خرابو شرایطو له کبله، په وار وار د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی. په دغه ځای کې چې په اصل کې یوازې د ۳۱۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی دی، پکښې تر ۷۰۰۰ ډیر پناه غوښتونکي میشت دي. پر دغه کمپ باندي د اغزن سيم اوچت دیوالو چاپیر دي او د پرانیستي زندان څیره یې خپله کړې ده. په دې کمپ کې د ژوند شرایط اصلاً له نړیوالو معیارونو سره برابر نه دي او دغه ځای د زرونو مهاجرو د اوسیدو جوګه هم نه دی.
په دې کمپ کې خلک اړ دي چې په ساعتونو په کتارونو کې ودریږي څو د یوه وخت ډوډۍ ترلاسه کړي. د دې کمپ تشنابونه او حمامونه د روغتیا له پلوه ناپاک دي او له کمپ څخه چټلې او ناپاکې اوبه ډیر وخت پر سړکونو بهیږي. په دې کمپ کې د زور زیاتي پیښې د وخت په تیریدو سره په یوه عادي پیښي اوښتي دي او دلته میشت خلک د ورځني ژوند په برخه کې له ډيرو ستونزو سره مخ دي او باید له هرڅه سره مبارزه وکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې د یونان مهاجر کمپونه ډیر بد انځور شوي دي. د رپوټ په حواله له ګڼه ګوڼې ډک د یونان کمپونه په ځانګړې توګه د میرمنو له پاره ډیر ګواښوونکي دي. د موریا کمپ د نارینه وو په پرتله د میرمنو له پاره ډیر خطرناکه دی.
له کړاونو ډک ژوند
د یمن دغه شل کلنه مهاجره هغه پیښه رایادوي چې پکې یوه میرمن د یوه بل سړي له خوا د مرګ تر حده وهل شوې ده. دغه پیښه د یونان د پولیسو په حضور کي وشوه او پولیسو ورته هیڅ ارزښت ور نه کړ. تر پیښې وروسته پر دغې میرمنې تور ولگول شو چې له نورو نارینه وو سره یې اړیکې درلودې. امل وايي چې په موریا کمپ کې وضعیت د میرمنو له پاره ډیر له درده ډک او نامناسب دی.
د هغې له خولې څخه د خپلو ورځنیو کارونو د ترسره کولو کیسه حیرانونکې ده. د هغې په خبره ان تشناب ته تګ ډیر خطرناک وي. که څه هم د ښځو تشنابونو ته د نارينه وو د نږدې کیدو اجازه نه شته، خو بیا هم امل وايي چې هر وخت نارينه موجود وي. د هغې په خبره یوه ملګرې یې په دې وروستیو کې په تشناب کې یوه زوړ سړي وځوروله. د امل په خبره هغې وکولی شول چې مخکې له دې چې کومه بده پیښه وشي، له هغې ځایه وتښتي.
امل وايي: «زه اوس کله نا کله فکر کوم چې تر دې ځای خو په سمندر کې مرگ ښه وو.» د همدې ویرې له کبله امل غواړي چې هوئیت یې پټ وساتل شي. هغې داسې ګنګوسې اوریدلې دي چې که څوک د دغه کمپ په اړه منفي خبرې وکړي، د دوی د پناه غوښتنې پر لړۍ باندې منفي اغیز کوي. همدغه ویره د کمپ د ټولو هغو اوسیدونکو مشترکه ده، چې له دویچه ویله سره يې خبري وکړې.
له افغانستانه تر یونانه – د مهاجرت د ژوند کړاونه
له افغانستان څخه مهاجره شوې ثمیه بیا وايي چې د موریا کمپ په هکله یې هیڅ مثبته موضوع په ذهن کې نه راګرځي. هغه خوښه ده چې اوس په دې کمپ کې ژوند نه کوي. دغه افغانه اوس په پيکپا کمپ کې ژوند کوي چې د راضاکارانو له لوري له خطر سره د مخامخ مهاجرو له پاره جوړ شوی دی.
سمیې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په موریا کمپ کې ژوند نه یوازې د غیرصحي چاپیریال، د ډوډۍ د اوږدو کتارونو له کبله سخت وو، بلکي هلته د زور زیاتيو او ځوروني پیښې ډیري وې.
کله چې ثمیه د خپل ژوند له درده ډک داستان بیانوي، خبرې او کلمات یې په ستونې کې بندیږي او سترګې یې له اوښکو ډکې شي. د هغې په خبره مخکې له دې چې واده وکړي، هغه په افغانستان کې د پوهنتون محصله وه او خاوند یې د پوهنتون پریښودو ته اړه کړه.
ثمیې دویچه ویله ته وویل: «افغانستان یوا داسې هیواد دی چې واک پکښې د نارینه وو په لاس کې وي. موږ هلته د ښځو د حقونو له پاره کار نه شوای کولی.» هغه پوښتنه کوي چې زه مساوات غواړم، خو څرنګه کولی شم له ټولو نارینه وو سره تقابل وکړم؟
ثمیه په افغانستان کې د میرمنو د حقونو یوه مدافع وه. هغه په دې باور ده چې میرمنو ته په هیڅ ځای کې ډیر فرصتونه نه ورکول کیږي او په دې ترڅ کې مهاجرو میرمنو ته خو بیا فرصتونه له نشت سره برابر دي. هغه وايي چې اروپا باید ښځو مهاجرو ته د علم او زده کړې د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي، دوی د خپلو حقونو په هکله خبرې کړي. په دې ترتیب سره هغه وايي چې میرمنې کولی شي پر خپل ځان ډیر اعتماد وکړي. ثمیه زیاتوي چې اروپا باید میرمنو ته خوندیتوب هم ورکړي.
پر همدې موضوع زموږ له آرشیف څخه: