د یوې آلمانۍ په سالګرې کې ۴۰۰ ناغوښتل شوو میلمنو غوبل جوړ کړ
۱۳۹۸ خرداد ۲۶, یکشنبهد آلمان په منهایم ښار کې د جمعې په شپه د یوې ۱۶ کلنې آلمانۍ نجلې د سالګرې مراسم چې یوازې د کورنۍ د غړو او دوستانو له پاره په نظر کې نیول شوي وو، هغه وخت له ګډوډیو سره مخامخ شول چې یادو مراسمو ته کابو ۴۰۰ ناغوښتل شوي میلمانه راورسیدل.
د ګرون شتات په ښار کې چې له منهایم څخه شاوخوا ۳۰ کیلومتره واټن لري، پولیسو ویلي چې د سالګرې دغه مراسم وروسته له هغې په بشپړه توګه له کنترول څخه ووتل چې د نشې په حال کې ناغوښتل شوي میلمانه یادو مراسمو ته ورسیدل او په تاوتریخوالي یې لاس پورې کړ.
د سالګرې نجلۍ او د هغې پلار په دغو مراسمو کې چې په یوه صالون کې ترسره کیدل، د خورا ډیر شمیر میلمنو په راتګ سره حیران شول. د میلمنو تر راتګ وروسته شور او مزاحمتونو ګڼ شمیر ګاونډیان دې ته اړ کړل چې پولیسو ته خبر ورکړي.
وروسته له هغې چې د پولیسو مامورین سیمې ته ورسیدل، حالت له کنترول څخه د وتلو په حال کې وو او یو شمیر ناغوښتل شوو میلمنو لفظي بریدونه پیل کړل. کله چې دوی د سالګرې د مراسمو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه، وضعیت په چټکه په یوه کوچني لاریون واوښت. ځینو میلمنو پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه وکړل چې په پایله کې پولیس اړ شول څو له خپل ځان څخه د دفاع په موخه له ځانګړو ډنډو کار واخلي. په دې ترڅ کې د پولیسو یو مامور د سر په برخه کې د ډبرې د ګوزار له کبله ټپي شوی هم دی.
پولیسو ویلي چې دوی د څو ساعتونو په موده کې وضعیت بیرته تر کنترول لاندې راوست او دا چې د ښار له شاوخوا سیمو څخه د پولیسو نور مامورین هم د مرستې له پاره راوبلل شول.
د معلوماتو له مخې د پولیسو او میلمنو ترمنځ تر اخ و ډب وروسته نهه تنه نیول شوي او ښايي د عامه نظم د خرابولو، پولیسو ته د سپکاوي، مقاومت او د جدي بدني ټپونو له تورونو سره مخامخ شي. د سالګرې تنظیمونکې کورنۍ بیا وايي چې دوی یوازې خپلوان او ځینې نزدې دوستان بللي ول.
(kh/ms (DW: Nik Martin