1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د یوې نجلۍ د جنسي ځورونې په تور پنځه مهاجر نيول شوي

۱۳۹۷ آذر ۲۲, پنجشنبه

د رپوټونو په حواله د آلمان په اوګسبورګ ښار کې د مهاجرو په یوه کمپ کې د ښوونځۍ یوه ۱۵ کلنه زده کوونکې ډیرو کسانو جنسي ځورولې ده. د چارواکو په حواله پنځه افغانان د پلټونو له پاره په توقیف کې دي.

https://p.dw.com/p/3A2xB
Hamburg Flüchtlingsunterkunft
انځور: DW/R. Shirmohammadi

د آلمان د اوګسبورګ ښار د مهاجرو په یوه کمپ کې یوه ۱۵ کلنه نجلۍ څو کسانو له جنسي پلوه ځورولې ده. د دې ښار پوليسو او څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتي۱۳مه) خبر ورکړی دی چې د یادې نجلۍ د جنسي ځورونې په شک پنځه افغانان د پلټونو له پاره په توقیف کې دي.

د معلوماتو له مخې د پیښې پلټونکو د دغه کمپ د مهاجرو او همدا راز په فریدبرګ کې د یوه بل کمپ د اوسیدونکو د ډي. این. اې (DAN) نمونې د لا ډیرو پلټونو په موخه اخیستې دي، څو د روان کال د جولای میاشتې په ترڅ کې د دغې پیښې عاملین ومومي.

د پولیسو د معلوماتو له مخي دغي ۱۵ کلني نجلۍ هغه مهال تر ځان دوه کاله لوی افغان سره په ياد مهاجر کمپ کې د ملاقات پرمهال په ګډه مخدره توکي [چرس] څکولي ول. تر دغې پیښې وروسته هغه په ښار کې په يوه بد وضعیت کې لارویانو موندلې وه او د ماشومانو یوه روغتون ته يې انتقال کړې وه.

تر بې سدۍ وروسته معايناتو د جنسي ځوروني شک رابرسيره کړی دی. ويل شوي دي چي دغه ۱۷ کلن افغان او د هغه ۲۰ کلن ملګری له څو میاشتو راهیسې په توقیف کې ساتل کیږي. د ډي. این. اې (DAN) د معایناتو په پایله کې د ۱۸ او ۲۰ کلونو ترمنځ درې نور افغانان هم د تورنو کسانو په نوم لړ کې ورزیات شوي دي. د یادولو وړ ده چې د جنسي ځورونې د دغې پیښې پلټنې لا هم ادامه لري.