1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د بروکسل د پيښو پړه ومنله ++ تدريجي ژوندي معلومات ++

۱۳۹۵ فروردین ۳, سه‌شنبه

په بلجيم کي پر هوايي ډګر او د مېترو پر تمځي د بريد پړه د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې په غاړه اخيستې ده. چارواکو دريم بم هم موندلی چي لا نه ؤ چاودېدلی. وروستي تغيرات دلته په تدريجي توګه لوستلای سئ:

https://p.dw.com/p/1IHoi
انځور: Getty Images/AFP/E.Dunand
مهمي پيښي په لنډه بڼه

د بروکسل په هوايي ډګر کي دوې چاودنې وسوې. په دغه هوايي ډګر کي موجود مسافر خوندي ځای ته انتقال کړل سول او هوايي ډګر کلابند کړل سو او د الوتکو تګ راتګ ودرول سو.

د مېلبيک په مېترو تمځي کي هم چاودنه وسوه. دغه تمځی د اروپايي اتحاديې و دفتر ته نژدې دی.

دا چي په دغو چاودونو کي څو کسان وژل سوي په دقيقه توګه لا نه ده څرګنده. د بلجيم د چارواکو په وينا تر اوسه لږ تر لږه ۳۰ مړي شمېرل سوي دي چي پکښي ۱۰ يې په هوايي ډګر کي او ۲۰ يې د مځکي لاندي د اورګاډي په تمځای کي د چاودنو له کبله ووژل سول. د اټکلونو له مخي لږ تر لږه ۲۳۰ انسانان ژوبل سوي هم دي.

په عيني حال کي د «اسلامي دولت» يا داعش وسله والې ډلې د دغو بريدونو پړه په غاړه اخيستې ده.

د پيښو جريان، وروستي تغيرات او خبرونه:

۰۸:۰۵ بجې ماخستن
د آلمان د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزير يوآخيم هېرمان غوښتنه وکړه چي د هر هغه کس نوم دي ثبت کړل سي، چي و اروپا ته په سفر راځي. نوموړي وويل: «موږ بايد په دې پوه واوسو چي څوک موږ ته راځي او څوک پاته کيږي.»

۰۷:۲۲ بجې ماخستن
د هالند هيواد د امستردام د اورګاډو په مرکزي تمځي کي پوليسو د يوې نيونې پر وخت هوايي ډزي وکړې. ويل سوي چي په دغو کي څوک نه دي ژوبل سوي.

۰۷:۲۱ بجې ماخستن
د بلجيم پوليسو وويل چي د بروکسل پر هوايي ډګر بريدونه په لوی احتمال سره د دو ځانمرګو بريدګرو له خوا تر سره سول. ويل سوي چي د دريم مطلوب کس تلاښ ادامه لري.

۰۷:۰۵ بجې ماخستن
و سوريې ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي شتېفان دېميستورا وويل چي د بروکسل بريدونو وښودل چي د سوريې د لانجې حل کول څومره مهم دي.

۰۷:۰۰ بجې ماخستن
د بلجيم پلټونکو چارواکو وويل چي تر اوسه يې داسي کوم شواهد نه دي موندلي چي د بروکسل بريدونه د پاريس د بريدونو سره مستقيم تړاو لري.

۰۶:۲۲ بجې ماښام
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د بروکسل د پيښو په تړاو د تليفون ځانګړې شمېره اعلان کړه چي د ۰۳۰۵۰۰۰۳۰۰۰ څخه عبارت ده.

۰۶:۱۱ بجې ماښام
د زافنتم هوايي ډګر به لږ تر لږه د چهارشنبې د غرمې تر ۱۲ بجو پوري تړلی پاته سي. دا خبر په بروکسل کي د اضطراي مرکز له خوا ورکول سوی دی. د بېلګا خبري آژانس د خبر له مخي زيات احتمال سته چي د چهار شنبې په ورځ ټوله ورځ الوتکي پر مځکه پاته سي. ياد آژانس د هوايي ډګر د رئيس له وينا ليکلي دي چي ښايي دغه هوايي ډګر د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۲۲مه نېټه) بېرته پرانستل سي.

۰۶:۰۱ بجې ماښام
د بروکسل پوليسو يوه خبرپاڼه خبره کړه چي پکښي د دغو بريدونو په تړاو د مطلوب کس معلومات پوښتل سوي دي. پوليس په هوايي ډګر کي د دغه کس تلاښ کوي.

۰۵:۴۷ بجې ماښام
د «اسلامي دولت» داعش ډلې د بروکسل د بريدونو پړه په غاړه واخيسته. د يادي ډلې په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه بريدونه د «خلافت د عسکرو» له خوا «د صليبي دولت بلجيم پر ضد» تر سره سوي. دغې ډلې د ورته نورو «تورو ورځو» ګواښ کړی دی که د جهاديانو په وړاندي مبارزه ونه درول سي.

۰۵:۴۳ بجې ماښام
د ترکيې اسلامي اتحاديې ديتيب د بروکسل بريدونه په سخته وغندل. د آلمان په کولون ښار کي دغه اتحاديې وويل: «په آلمان کي په اوسېدونکو مسلمانانو او زموږ د اتحاديې په غړو کي دغه شرمونکو بريدونو ژور خفګان رامنځ ته کړ.» په دغه اعلاميه کي ويل سوي چي دغو بريدونو يو ځل بيا وښودل چي «موږ بايد په خپله ټولنه کي د هر ډول کرکې، بې عدالتۍ او ترهګرۍ پر ضد په ګډه مبارزه وکړو.»

۰۵:۴۱ بجې ماښام
د آلمان د اروګاډو شرکت دويچه بان اعلان وکړ چي د چهار شنبې په ورځ به يې هيڅ اورګاډي بروکسل ته سفر ونه کړي.

۰۵:۳۷ بجې ماښام
د بروکسل په هوايي ډګر کي استعمال سوي بم کي ميخونه اچول سوي ول. دا خبر د بېلګا په نوم خبري آژانس ورکړی او د خبر منبع يې روغتون بلل دی. په ليوفن نومي سيمه کي ګاست هيوسينګ په نوم روغتون رئيس، مارک دېکرامر ويلي دي چي د رسېدلو ژوبل سوو څخه د اکثرو هډوکي مات دي، سوځل سوي او يا يې په جسد کي فليزي څيزونه بند دي.

۰۵:۲۸ بجې ماښام
د آلمان د عدلي چارو وزير هانس ګيورګ ماسن وويل چي د بروکسل بريدونو ته ورته بريدونه په آلمان کي هم تر سره کېدلای سي. نوموړي د آلمان خبري آژانس ته ويلي: «د بروکسل بريدونه ښيي چي په اروپا کي د ترهګرۍ ګواښ څومره زيات دی.» نوموړي زياته کړې چي د آلمان امنيتي چارواکي بايد چمتو والی ونيسي.

۰۵:۲۴ بجې ماښام
د آلمان صدراعظمې انګېلا مېرکل د بروکسل پر بريدونو خپله ژوره خواښيني څرګنده کړه. هغې وويل چي په هغه څه ډېره خواښينې ده «کوم څه چي ترهګرو د بروکسل د خلکو او زموږ ټولو سره وکړل.» نوموړې وويل چي آلمان به د بلجيم سره هر ډول کومک ته چمتو واوسي.

۰۵:۲۱ بجې ماښام
د بروکسل په هوايي ډګر کي داسي بم وموندل سو چي له چاودېدو څخه پاته سوی ؤ. امنيتي چارواکو په کنترول سوې توګه دغه بم ته چاودنه ورکړه. دا خبر د برابند والي ورکړ.

۰۵:۰۵ بجې ماښام
د بروکسل د هوايي ډګر چلونکي شرکت وويل چي دغه هوايي دګر به د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۲۳مه نېټه) تړلی پاته سي.

۰۵:۰۱ بجې ماښام
په بروکسل کي د چاودنو باوجوده به د چهارشنبې په ورځ د دغه هيواد ښوونځي پرانستلي وي. خو د بروکسل دننه واقع کودکستانونه به تړلي وي. د بلجيم د ښوونې او روزنې وزيري هيلده کرېويتيس وويل چي داسي اشارې موجودي دي چي پر ښوونځيو بريدونه تر سره کېدلای سي.

۰۴:۵۹ بجې مازديګر
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د بروکسل بريدونه په سخته توګه وغندل. په نيويارک کي د بان کي مون وياند وويل چي بان کي مون د بلجيم د پيښو د قربانيانو د کورنيو، بلجيمي وګړو او دغه هيواد د حکومت سره غمشريکي کوي.

۰۴:۳۹ بجې مازديګر
د بلجيم د بېړني مرکز د معلوماتو پر اساس د سه شنبې په بريدونو کي تقريبا ۲۳۰ انسانان ژوبل سوي دي. وويل سول چي په دغو کي تقريبا ۱۰۰ په هوايي ډګر کي او ۱۳۰ د مېترو په تمځي کي د بريد په نتيجه کي ژوبل سوي دي.

۰۴:۳۱ بجې مازديګر
د VRT په نوم رسنۍ د درو نارينه ؤ انځورونه خپاره کړل چي ويل کيږي د هوايي ډګر د بريدونو بريدګر دي. يادي رسنۍ وويل چي پوليسو ورته دغه انځور تائيد کړی دی.
د بروکسل پر هوايي ډګر د بريدونو مطلوب کسان
د بروکسل پر هوايي ډګر د بريدونو مطلوب کسانانځور: picture-alliance/dpa/Federal Police


۰۴:۱۶ بجې مازديګر
د بلجيم پوليسو د درو مشکوکو کسانو انځورونه خپاره کړل او د هغوی په تړاو يې له خلکو د معلوماتو غوښتنه وکړه.

۰۳:۵۶ بجې مازديګر
د بليجيم حکومت اعلان وکړ چي په دغه هيواد کي به درې ورځي وير ولمانځل سي.

۰۳:۵۳ بجې مازديګر
په آلمان کي د مسلمانانو مرکزي اتحاديې د بروکسل بريدونه په سخته وغندل او هغه يې د «بې ګناه ولسي کسانو» وژنه بلل. د يادي اتحاديې رئيس ايمان مازيوک په کولون کي وويل: «موږ د بروکسل په غم کي ځان شريک بولو.»

۰۳:۴۸ بجې مازديګر
د اروپايي اتحاديې له پاره د بهرنيو چارو مسؤلي فېدريکا موګيريني د بروکسل او سوريې د خلکو د غم تر منځ اړيکو ته اشاره وکړه. هغې په عمان کي د بروکسل پر بريدونو د غبرګون ښودلو پر وخت اوښکي توی کړې او ويې ويل چي «دا د اروپا له پاره يوه توره ورځ ده».

۰۳:۳۴ بجې مازديګر
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما د بروکسل بريدونه په سخته وغندل. هغه وويل چي «د امريکا د ولس فکرونه او غمشريکي د بلجيم د خلکو سره دي.» نوموړي په هوانا کي زياته کړه: «دا موږ ته راپه يادوي چي نړۍ بايد نژدې سره پاته سي.»

۰۲:۴۲ بجې ماپښين
ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان د بروکسل پر بريدونو خواښيني څرګنده کړه او هغه يې وغندل. نوموړي وويل چي نړيوال بايد د ترهګرۍ پر ضد لاسونه سره ورکړي.

۰۲:۳۲ بجې ماپښين
په بلجيم کي د تيهانګه برق توليدونکي اټومي بټۍ خپل کار د ترهګريز بريد له ويري ودروی.

۱۲:۳۴ بجې غرمه
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وويل چي د بروکسل د بريدونو اصلي هدف ټوله اروپا وه. نوموړي وويل چي «ترهګرۍ بلجيم به نخښه کړ، اصلي هدف يې اروپا وه او ټوله نړۍ متاثره سوه.»

۱۱:۳۴ بجې سهار
په بروکسل کي د مېلبيک مېترو په تمځي کي د چاودنې خبرونه ورکول سول.

۱۰:۱۳ سهار
پوليسو هغه خبرونه تائيد کړل چي د بروکسل په هوايي ډګر کي چاودنې سوي.