1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په کابل کې د يو ديني عالم د وژنې مسئولیت منلی

۱۴۰۱ آبان ۲۹, یکشنبه

د «اسلامي دولت» یا داعش په نوم ډلې په وروستیو کې په کابل کې د يو ديني عالم د وژنې مسئوليت په غاړه اخیستلی او ادعا يې کړې چې دغه شخص د دوی ضد «جنګي پروپاګند» کې ښکيل وو.

https://p.dw.com/p/4JnJP
د آرشیف انځور د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۱۵مه - په پلچرخي زندان کې د داعش بیرغ
د آرشیف انځور د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۱۵مه - په پلچرخي زندان کې د داعش بیرغ انځور: West Asia News Agency/REUTERS

د طالبانو د پولیسو په خبره، وسلوالو کسانو د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د پولیسو د اتمې حوزې اړوند د ابوبکر صدیق مسجد امام او د هغه یو ملګری ووژل. پولیس وايي چې امام تر لمانځه وروسته کله يې چې غوښتل مسجد ترک کړې تر حملې لاندې راغی.

د تیرکال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د داعش سخت دريځې وسلوالې ډلې حملې ډيرې شوي چې پکې تر ډېره ملکیان او د طالبانو امنيتي ځواکونه په نخښه کيږي.

نژدې دوه مياشتې مخکې د کابل په یوه هزاره میشته سيمه کې د کاج په نوم د یو روزنیز مرکز په منځ کې یو ځانمرګي بريد وشو چې پکې لږ تر لږه ۵۳ تنه ووژل او له سلو ډير نور ټپیان شول. په وژل شوو کې ډیری يې ځوانې زده کونکې وې.

داعش ډلې په خپلو بمي ځانوژونکو بريدونو کې همدارنګه د طالبانو ملاتړکونکي ديني عالمان هم په نخښه کړي دي.

په دې منځ کې طالبانو د افغانستان په مختلفو سيمو کې د داعش ډلې پر مشکوک پټنځایونو چاپې وهلي او پکې يې د داعشیانو د وژلو ادعاوې کړي دي.

که څه هم د طالبانو له واکمنۍ څخه له يو کال ډير وخت تير شوی خو حکومت يې لا تر اوسه د هيڅ هیواد له خوا په رسميت نه دی پېژندل شوی. د طالبانو سرپرست حکومت د لويديځ له خوا په انزوا کې واقع شوی چې دلیل يې د ښځو د حقونو په تړاو د دوی سخت سیاستونه، بشري حقونو ته پام نه کول او د ټولشموله حکومت د نه جوړيدو په څير مسایل ښودل کيږي.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.