1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داکټر عبدالله: تاوتريخوالي ته په افغانستان کي ځای نسته

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ خرداد ۱۶, جمعه

د افغانستان د ولسمشرۍ له پاره کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله، تر هغه وروسته چې د جمعې په ورځ له یوه بریده روغ رمټ ووت خپلو پلویانو ته د خپلي سلامتۍ ډاډمنتیا ورکړه. په دغه برید کې شپږ تنه ملکي وگړي ووژل.

https://p.dw.com/p/1CDuT
انځور: Reuters

دغه برید د کابل په کوټه سنگي سیمه کي ترسره شو چې پکښې د عبدالله عبدالله موټر او د هغه د ټاکنیزو موټرو د کاروان نورو موټرانو ته تاوان ورسید. په دغه برید کې پخپله عبدالله عبدالله او د هغه نورو غړو ته کوم تاوان رسېدلی نه دی.

عبدالله تر بریو لږ وروسته په یوه غونډه کې خپلو پلویانو ته وویل: «زموږ موټر چې زه، ډاکټر زلمی رسول، انجیر صاحب عارف او زما یو سکرتر پکښي سپاره وو پر یوه ماین باندي برابر شو. موټر له منځه تللی دی خو الحمدالله موږ ته کوم تاوان رسیدلی نه دی. په خواشینۍ سره چې زموږ یو شمیر امنیتي ساتونکي ټپيان شوي دي.»

پر ډاکټر عبدالله عبدالله باندي په داسې حال کې برید کیږي چې د ولسمشریزو ټاکنو دوهم پړاو ته یوازې د گوتو په شمار ورځي پاته دي او ټول په دې تمه دي چې په سوله ييزه توگه له ولسمشر کرزي څخه د افغانستان نوي ولسمشر ته واک ولیږدول شي.

د ولسمشریزو ټاکنو دغه کانديد وویل، هغه کسان چې تاوتریخوالی او ځانمرگي بریدونه کوي، په افغانستان کې ځای نه لري: «هغه کسان چې وژني کوي، تاوتریخوالی کوي، توغندی توغوي او د افغانستان پر بېگناه خلکو باندي ځانمرگو بریدونو او د هغوی وژنو ته دوام ورکوي، راتلونکې نه لري. د هغوی راتلونکې په افغانستان کې نه ده. راتلونکې یې تیاره ده.»

د چاودني سيمه
د چاودني سيمهانځور: Reuters

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې برید کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپیان دي. په بیانیه کې راغلي دي چې ټول وژل شوي کسان ملکي وگړي دي.

دغه برید هغه وخت ترسره شوی دی چې عبدالله عبدالله د کابل په کوټي سنگي سیمه کې له یوې ټاکنیزي غونډي بلې ته روان وو.

د اشرف غني احمدزي غبرگون

ولسمشرۍ ته بل کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي، دغه برید غندلی دی. هغه تر برید یوازي څو دقیقې وروسته له ډاکټر عبدالله عبدالله سره تیلفوني خبري کړي دي. د غني د ډلي یوه ویاند طاهر زهیر، وویل: «د تحول او تداوم ډله په کلکه د دغه برید غندني.»

زهیر زیاته کړه چې دغه برید د افغانستان د دښمنانو کار دی چې هدف یې د افغانستان د ټاکنو د بهیر پر وړاندي د ستونزو رامنځ ته کول دي. هغه پر امنیتي ځواکونو باندي غږ وکړ چې د دغه شان بریدونو مخه ونیسي.

د بریدونو ډیریدل

د جمعې د ورځي برید ولسمشرۍ ته پر یوه کانديد باندي لومړی مستقیم برید دی. طالبانو د ولسمشرۍ ټاکنو تر لومړي پړاو څو ورځي دمخه هم په کابل کې بریدونه ترسره کړی ول.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ټاکنو له پاره یې لازم امنیتي تدابیر پيل کړي دي. د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش، وویل: «موږ په ټولیزه توگه چمتوالی نیولی دی. موږ کومه اندېښنه نه لرو. د ټاکنو په ورځ چې مو څه په توان کې یې ترسره کوو یې.»

طالبانو په وروستیو وختونو کې د خیبر په نوم عملیات پيل کړي دي. دغي ډلي ویلي دي چې ټاکني به گډي وډي کړي، خو افغان امنیتي چارواکي وايي چې طالبان د دې کار توان نه لري.

د عبدالله ټاکنیزي ډلي ویلي دي چې د ټاکنو د بهیر له پیلیدو څخه تر اوسه پوري د دغې ډلې نهه غړي وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.