1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"دمشق اوربند نه مراعتوي"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۸, جمعه

عربي لیگ له ملگرو ملتونو څخه غوښتي دي چي په سوریه کي د ملکي وگړو د ژوند د خوندي کولو له پاره عمل وکړي، دا په داسي حال کي ده چي په دغه هیواد کي د تاوتریخوالي لړۍ لا هم ادامه لري.

https://p.dw.com/p/14lkL
انځور: Reuters

له بلي خوا بيا غربي هیوادونه په سوریه کي د اوربند د نه نافذیدو له امله د دمشق پر وړاندي د گواښونو خبري کوي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د پنجشنبې په ورځ وویل چي دمشق د سولي د نړیوال پلان پر خلاف عمل کوي چي موخه ئې په سوریه کي د تاوتریخوالي ختمول دي. په عینې وخت کي عربي لیگ د ملگرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي دي چي د ملکي وگړو د ژغورلو له پاره عاجل گامونه پورته کړي.

بانکي مون ویلي دي چې د اوربند پر معاهدې سربیره په سوریه کي د تاوتریخوالي رپوټونه ورکړل شوي دي. هغه په خپلو خبرو کي زیاته کړې ده چي د ملگرو ملتونو د سوله ساتي ځواک د رپوټونو په حواله، تر اوسه لا هم له ښارونو څخه درنۍ وسلې نه دي ايستل سوي.

په لندن کي د بشري حقونو د ټولني د يو رپورټ پر اساس د چهارشنبې په ورځ د حما په ښار کي د یوه بم د چاودني له امله لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي دي. خو د سوریي دولتي خبري آژانس صنعا بیا خبر ورکړی دئ، چي دغه چاودنه د «ترهگرو» له خوا تر سره شوې ده.

د سوریې د اپوزیسيون ملي شورا بیا ادعا کوي چي په تیرو څو ورځو کي د حما پر ښار باندي د بمباريو له امله تر سلو زیات کسان وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو څارونکي

د عربي لیگ مشر نبیل العربي له ملگرو ملتونو څخه د نورو ۳۰۰ څارونکو د په دندو گومارلو غوښتنه کړې ده. تر اوسه په سوریه کي د ملگرو ملتونو ۱۱ تنه څارونکي موجود دي او هیله کیږي چي راروانه میاشت به نور۱۰۰ تنه څارونکي هم ور ورسيږي.

نبیل العربي په قاهره کي د پنجشنبې په ورځ د عربي لیگ د وزیرانو تر غونډي وروسته وویل: «ټوله نړۍ دې ته سترگې په لار ده چي هلته اوربند وشي او څارونکي ځای پر ځای شي. خو متأسفانه جگړه لا هم نه ده دریدلې او هره ورځ خلک وژل کیږي.»

هغه په خپلو خبرو کي زیاته کړې ده چي تر ټولو مهمه خبره اوربند دئ او دا کار هغه وخت شونی دئ، چي په کافي شمیر څارونکي په سوریه کي پر دندو وگومارل شي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل