1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوستم: که اړتیا وي په نیم ساعت کې د جګړې ډگر ته ځان رسوم

۱۳۹۴ شهریور ۱۰, سه‌شنبه

دوستم د دوشنبې په ماښام کابل ته ورسید خو هغه طالبانو او نورو یاغیانو ته ګواښ وکړ چې که بیا برید وکړي نو په یوه ساعت کي به ځان د جگړې ډگر ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/1GOr3
انځور: Getty Images/P. Bronstein

د دوشنبې په ماښام په خپل پوځي موټر کې چې دوستم یې د «ملي یووالي سمبول» بولي، کابل ته تر رسیدو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې راڅرګند شو.

هغه پر طالبانو او د پاکستان پر استخباراتي سازمان باندي سختي نیوکي وکړې او ویې ویل چې د ولسمشر غني په اجازه او د طالبانو د ظلمونو له کبله د افغانستان شمال ته تگ ته اړ شوی وو.

دوستم ټینګار وکړ چې د ده تر تلو دمخه په سیمه کې د امنیتي ځواکونو مورال ډېر کمزوری وو: «زما له ورتګ سره روحیې بدلون وموند او له دفاعی حالته تعرضی حالت ته واوښت.»

په دې خبري کنفرانس کې د دوستم مزاج د ټوکو وو. هغه د خپلو ساتونکو د وړتیاو په اړه په خندا خبري وکړي او ویې ویل چې که طالبان بیا برید وکړي نو دی به ژر بیا ځان د افغانستان شمال ته ورسوي. د ولسمشر غني لومړي مرستیال په خندا وویل: «که هغوی بیا برید وکړي، زه خو چا دلته په کابل کې تړلی نه یم. په یوه ساعت کې بیرته سیمې ته رسیږم.»

که څه هم د دوستم پلویان او ډیر نور افغانان د دوستم د وروستیو اقداماتو هر کلی کوي او وایي چې اوس په افغانستان کې دغه شان کسانو ته اړتیا شته چې د لوکس دفترونو پر ځای د جګړې په لومړي خط کې وخت تیر کړی.

خو ځيني نور بیا نیوکه کوي چې دوستم په خپل دې کار سره په سیمه کې ملیشې پیاوړې کوي چې ورباندي په ځینو مواردو کې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو تورونه لګول شوي دي.